
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د افغانستان كركټ بورډ د ایشیاﺀ كپ لپاره 17 كسيزه اسكواډ اعلان كړې دے۔د كركټ ویب سائټ له مخې د افغانستان كركټ بورډ د اړخه جاری شوې اعلامیے كښې وئيلي شوې چې نامتو سپین بائولر راشد خان به ایشیاﺀ كپ كښې د ډلي مشري كوي،دې نه علاوه رحمان اللّٰه ګرباز، ابراهیم زدران، دروېش رسولی، صدیق اللّٰه اتل، عظمت اللّٰه عمرزئی، كریم جنت، محمد نبی اسكواډ كښې شامل دي دغسې ګلبدین نائب، شرف الدین اشرف، محمد اسحاق، مجیب الرحمٰن ، اے اېم غضنفر ، نور احمد، فرید احمد ملك، نوین الحق او فضل حق فاروقی ههم د اسكواډ برخه ده،د افغانستان كركټ ډله به ایشیاﺀ كپ څخه وړاندې په شارجه كښې كيدونكې درې اړخيزه سیریز كښې هم برخه اخلي۔د 9 ستمبر څخه پېل كيدونكي ایشیاﺀ كپ كښې د افغانستان ډله په ګروپ بی كښې شامل ده چرته به هغوي د بنګلادېش، سری لنكا او هانګ كانګ سره ميچونه كوي۔