نيويارك ۔ 22 اكست (اے پي پي) قطر وئېلې دي د سوريه سلامتيا او استحكام د ټولې عرب منطقې بلكې د منځني ختيز پراخه امن وامان لپاره ضروري عناصر دي ٬د متحده عرب امارات خبر رسنې ادارې وام تر مخه دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د قطر مستقل استازې شيخه علياﺀ احمد د ملګرو ماتونو سلامتي كونسل كښې د عرب ډلې نمائندګۍ كولو په مهال د سوريه یه وضعه …
د سوريه سلامتيا د ټولې منطقې امن و امان لپاره ضروري ده ٬ قطر

مزید خبریں
نيويارك ۔ 22 اكست (اے پي پي) قطر وئېلې دي د سوريه سلامتيا او استحكام د ټولې عرب منطقې بلكې د منځني ختيز پراخه امن وامان لپاره ضروري عناصر دي ٬د متحده عرب امارات خبر رسنې ادارې وام تر مخه دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د قطر مستقل استازې شيخه علياﺀ احمد د ملګرو ماتونو سلامتي كونسل كښې د عرب ډلې نمائندګۍ كولو په مهال د سوريه یه وضعه بريفنګ كښې وكړه۔ هغې ووئېل د سوريه سلامتيا او استحكام د ټولې عرب منطقې او د مينځني ختيز امن و امان لپاره مهم عناصر دي۔ هغې ووئېل د سوريه اتحاد او د رياستي ادارو تحفظ لپاره د سيمه ايزې نا امنۍ ٬ د ترهه ګرۍ او د ترهه ګرو ډلو بېرته راتللو مخ نيوے ضروري دے۔ د قطر استازې په دې خبره رڼا واچوله چې سوريه د سختو جېلنجونو سره مخ دے چې پكښې امنيتي خطرې ٬ اقتصادي ستونزې او بشري مسائل شامل دي كوم چې روزمره ژوند متاثره كوي او په قامي ادارو فشار راوړي۔ هغې د مساِئلو مقابلې كولو لپاره د سوريه د هلو ځلو اعترف كولو سره ووئېل د هېواد بحالي او بيا رغونې پلو تللو لپاره نړيواله مرسته ضروري ده ٬ دغه به په سوريه او منطقه كښې د پوخ استحكام راوستو لپاره مرستياله وګرځي۔









