غزہ كښې د اسرائیل جارحیت د زغملو نه دے ، ریډ کراس

جنیوا۔22اګست (اے پي پي) نړيوال تنظیم ریډ کراس وئېلې دي غزہ كښې د اسرائیل په پراخه كچه جارحیت د زغملو نه دے ۔ د اردو نیوز تر مخه د اسرائیلي پوځ د هغې منصوبه بندۍ، چې پكښې نزدې 60 زره ریزرو عسكر غوښتلے شوي دي شته اندیښنې لا زياتې كړي جې دا كمپائن به د وړاندې نه موجود انساني بحران لا بدتر كړي ۔ د نړيوال ریډ کراس کمیټۍ چیف …

جنیوا۔22اګست (اے پي پي) نړيوال تنظیم ریډ کراس وئېلې دي غزہ كښې د اسرائیل په پراخه كچه جارحیت د زغملو نه دے ۔ د اردو نیوز تر مخه د اسرائیلي پوځ د هغې منصوبه بندۍ، چې پكښې نزدې 60 زره ریزرو عسكر غوښتلے شوي دي شته اندیښنې لا زياتې كړي جې دا كمپائن به د وړاندې نه موجود انساني بحران لا بدتر كړي ۔ د نړيوال ریډ کراس کمیټۍ چیف وياند کرسچن کارډن وئېلي دي غزہ كښې په دښمنو كښې د شدت مطلب نور قتل و غارت، لا كډه كول ، نوره تباهي او لا يره ترهه ده ۔ هغه ووئېل غزہ يو بند ځائے دے، چرته چې څوك هم محفوظ نشي پاتي كېدے او چرته چې د صحت سهولیات، خوراک او محفوظو اوبو ته رسنه ورځ تر ورځ کمېږي۔ بل پلو د مرستياله کارکنانو امنيت په هر تېرېدونكې ساعت نور خرابولې شي۔ دا د زغملو نه ده ۔ د غزہ د صحت وزارت شمېرو تر مخه د اسرائیل په پريدونو كښې تر اوسه 62,122 فلسطینیان شهیدان شوي دي چې پكښې اکثریت د عامو وګړو دے ۔

مزید خبریں