پېنډۍ 21 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو پارلماني سيكرټري بېرسټر دانيال چوهدري تېره ورځ په پېنډۍ كښې د جهنډا٬ چيچي٬ سكيم تهري او د شاه خالد كالونۍ دوره كړې ده ٬ په دې موقع د هېلت چارواكي هم موجود وو۔ ده د ډينګي مخنيوي كمپائن په لړ كښې د بېلا بېل انسټيټيوټشنز، اديرو، دكانونو او چمونو معائنه وكړه چرته چې د ډينګي د ماشي لاروا زياته وه …
د اطلاعات او خپرونو پارلماني سيكرټري بېرسټر دانيال چوهدري د پېنډۍ دوره

مزید خبریں
پېنډۍ 21 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو پارلماني سيكرټري بېرسټر دانيال چوهدري تېره ورځ په پېنډۍ كښې د جهنډا٬ چيچي٬ سكيم تهري او د شاه خالد كالونۍ دوره كړې ده ٬ په دې موقع د هېلت چارواكي هم موجود وو۔ ده د ډينګي مخنيوي كمپائن په لړ كښې د بېلا بېل انسټيټيوټشنز، اديرو، دكانونو او چمونو معائنه وكړه چرته چې د ډينګي د ماشي لاروا زياته وه ھغه ځايونه ئې په موقع په بشپړه توګه سيل كړل۔ په دې موقع ده ځائي اولس ته غږ وكړو چې ھغوي د صفائۍ د اېس او پيز په سختۍ سره پابندي وكړي دغسې چې د ډينګي ماشي د افزائش لاره ونيولې شي۔ ده ووئيل د اولس د مرستې نه غېر د ډينګي په ضد هڅې كاميابدې نشي۔ ده زياته كړه چې د پنجاب حكومت په امر د ډينګي مخنيوي كمپائن په موثره ډول جاري ساتلے شوے دے










