صدر مملكت آصف علي زرداري سره د چين خارجه وزير وليدل، د پاك۔چين “ائرن برادرز” توثيق

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي پاكستان او چين آئرن برادرز، د وخت ازمائيلي شوي دوستان او سدا بهار تزويراتي شراكت دار دي او چين سره دوستي د پاكستان د خارجه پاليسۍ بنيادي ستن ده چې ورته په پاكستان كښې په اولسي٬ سياسي او اداره جارتي كچه په متفقه توګه ملاتړ ترلاسه دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د زيارت په …

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي پاكستان او چين آئرن برادرز، د وخت ازمائيلي شوي دوستان او سدا بهار تزويراتي شراكت دار دي او چين سره دوستي د پاكستان د خارجه پاليسۍ بنيادي ستن ده چې ورته په پاكستان كښې په اولسي٬ سياسي او اداره جارتي كچه په متفقه توګه ملاتړ ترلاسه دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخئ صدر مملكت آصف علي زرداري دا خبره په ايوان صدر كښې د چين خارجه وزير او د سي پي سي د مركزي كمېټۍ د سياسي بيورو غړي وانګ يي سره په ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع د چين نائب خارجه وزير سن ويډونګ او په پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زائيډونګ هم موجود وٶ۔ صدر مملكت د پاكستان د خپلواكۍ، سيمه ايز سالميت او قامي ترقۍ او د جمو و كشمير په شخړه د چين د اصولي او سپېځلي موقف لپاره په مسلسل ملاتړ د چين مننه وكړه۔ په دې موقع صدر په بيجنګ او د چين په ګانسو ولايت كښې په سېلابونو كښې په قېتمي ځاني زيان هم د افسوس او همدردۍ څرګندونه وكړه۔ صدر مملكت د سږني كال په پېل كښې د چين د خپلې دورې تذكره كولو سره ووئيل په دې موقع زما صدر شي جن پنګ او د چين اعليٰ قيادت سره كامياب ملاقاتونه شوي كومه چې د دواړو هېوادونو په آئرن براردز زما د اعتماد څرګندونه وه۔ صدر مملكت ووئيل په تېر دور كښې ما د چين 14 دورې كړې دغسې چې د هېواد په ترقي او پېشرفت د نزدې نه پوهه شوو كوم چې وروستو د پاك چين اقتصادي لارې (سي پيك) د پېل سبب ګرځيدلي۔ ده ووئيل په كال 2026 كښې د پاكستان او چين ترمېنځه د سفارتي اړيكو 75مه سالګره ده او مونږ د دې مهمي موقع په ښه ډول لمانځلو منصوبه بندي كوٶ۔ صدر مملكت د سي پيك كومه چې د صدر شي جن پنګ د فليګ شپ بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو برخه ده پاكستان او چين دواړو لپاره د بلها تزويراتي اهميت وړ وګرځوله۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار، وفاقي وزيران احسن اقبال، سيد محسن رضا نقوي، د پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بھټو زرداري، حنا رباني كھر، د صدر مملكت وياند مرتضيٰ سولنګي، خارجه سيكرټري او په پاكستان كښې د چين سفير هم موجود وو۔ په دې موقع د چين خارجه وزير وانګ ئي هم د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه

مزید خبریں