د نمل 25م کانووکيشن كښې 1271 فارغ التحصيل زده كوٶنكو له سندونه وركړے شول

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د نېشنل يونيورسټي آف ماډرن لينګويجز (نمل) 25م کانووکيشن پائي ته رسېدلے دے ٬دوه ورځنۍ دستورې د نمل د سلور جوبلي برخه هم وه چې پكښې د يونيورسټۍ 25 كلن تعليمي٬ تحقيقي٬ كلتوري او تدريسي مزل ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې٬ په مجموعي توګه 1271 فارغ التحصيل زده كوٶنكو ته سندونه وركړې شوي چې پكښې د افغانستان زده كوٶنكي هم شامل وو٬ په …

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د نېشنل يونيورسټي آف ماډرن لينګويجز (نمل) 25م کانووکيشن پائي ته رسېدلے دے ٬دوه ورځنۍ دستورې د نمل د سلور جوبلي برخه هم وه چې پكښې د يونيورسټۍ 25 كلن تعليمي٬ تحقيقي٬ كلتوري او تدريسي مزل ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې٬ په مجموعي توګه 1271 فارغ التحصيل زده كوٶنكو ته سندونه وركړې شوي چې پكښې د افغانستان زده كوٶنكي هم شامل وو٬ په 25م كانووكېشن كښې 94 زده كوونكو ته ګولډ مېډل وركړے شوي۔ په دستوره كښې د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير خالد مقبول صديقي د خاص مېلمه په توګه ګدون وكړو ۔ د نمل لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د نمل ريکټر مېجر جنرل (ر) شاهد محمود کياني، ډائريکټر جنرل نمل بريګيډيئر شهزاد منير، د فېكلټۍ غړو، د زده كوٶنكو والدينو او نورو مېلمنو ګډون وكړو ۔ خپلې وېنا كښې ريکټر شاهد محمود کياني د فېكلټۍ غړو او د اتنظامايه د تعليم د اعلٰې معيار٬ د زده كوٶنكو د لارښودنې او اداره جاتي ترقۍ لپاره د غېر متزلزل عزم ستائنه وكړه