په خیبر پښتونخوا کښې د خوشبینه بدلون هرکلے کوو، د ترهګرۍ خلاف جنګ به په بشپړ قوت سره روان ساتلے شي

اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ په خېبر پښتونخوا كښې د خوبشينه بدلون هركلي كولو سره وئيلي دي د ترهګرۍ خلاف جنګ به په بشپړ قوت سره روان ساتلے شي۔ د ګل په ورځ ځايي هوټل كښې د انسټیټیوټ آف سټرېټجک سټډیز (آئی اېس اېس آئی) تر سوري لاندې  "پاكستان كښې د ترهګرۍ بدلېدونكې منظرنامې ٬ ټي ټي پي ٬ د پولې پورې …

اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ په خېبر پښتونخوا كښې د خوبشينه بدلون هركلي كولو سره وئيلي دي د ترهګرۍ خلاف جنګ به په بشپړ قوت سره روان ساتلے شي۔ د ګل په ورځ ځايي هوټل كښې د انسټیټیوټ آف سټرېټجک سټډیز (آئی اېس اېس آئی) تر سوري لاندې  “پاكستان كښې د ترهګرۍ بدلېدونكې منظرنامې ٬ ټي ټي پي ٬ د پولې پورې غاړه خطرې او سيمه ايزه سلامتيا” په سرخط نړيوال كنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل پاكستان له څو لسيزو راهېسې د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د وړومبي صف كردار ترسره كوي او د دې يۍ لوې زيان پورته كړے دے۔ د نړۍ بل كوم قام دا ادعا كولې نه شي چې د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې يۍ 90 زره څخه د زياتو ځانونو قربانۍ وركړي او 100 اربه ډالر څخه يۍ زيات معاشي زيانونه يې برداشت كړي ۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان د ترهګرۍ خلاف مزاحمت ٬ امن ته ودې وركولو او سيمه ايزې سلامتيا لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرو او پاتې نړۍ ترمينځه د ډھال كردار هم ترسره كوي۔ د امريكا او ايران ترمينځه د ثالثۍ عمل كښې د پاكستان كردار د دې خبرې ثبوت دے۔ د ثالثۍ په عمل كښې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منېر مهم كردار ادا كړو د كوم چې په نړيواله كچه اعتراف كولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان منطقه كښې تل استحكام غوښتے دے او يو سوله ايز او مستحكم افغانستان سره به نه يوازې ټوله منطقه كښې امن وده ومومي بلكې منځنۍ آسيا سره تجارت ٬ بهرنۍ سرمايه كارۍ او د سيمه ايزو رياستونو ترمينځه همكاري او تړون به هم زيات شي۔ عطاء  الله تارړ ووئيل پاكستان څلورو څخه تر زياتو لسيزو د 40 لكه افغانانو كډوالو كربتوبكړے او د دې يۍ لوې زيان پورته كړوے۔ ده ووئيل افغانستان كښې يو داسې حكومت دے كوم چې يوازې په تشدد او انتها خوښۍ باور لري۔ ده ووئيل افغانستان كښې موجود پټنځايونه د پاكستان سلامتيا لپاره خطر لري۔ د ملګرو ملتونو او آزادو جائزو له مخې په افغانستان كښی د ټي ټي پي 6 زره څخه زيات ترهګر موجود دي او دغلته د موجودو ترهګرو مجموعي شمېر تر 20 زره زيات ښودلے شي۔ وفاقي وزير ووئيل په كال 2021 كښې د افغان طالبانو بېرته راتللو څخه وروستو ټی ټی پی د پاكستان خلاف بريدونو او د ترهګرۍ سهولت كارۍ لپاره افغان خاوره  كاروي۔ پاكستان په دې وروستيو كښې د دې ډول بريدونو ځواب وركړے دے۔ ده ووئيل امن كښی د پاكستان خوښي دې كمزورې ونه ګڼلې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاكستان دننه د ترهګرۍ خلاف مضبوطه بيانيه تشكيل كړې شوې ده۔ د خېبر پښتونخوا او كوهاټ خپلې اوسنۍ دورې ذكر كولو سره وفاقي وزير ووئيل ما دغلته د ترهګرۍ بريدونو كښې ژوبل شوو كسانو سره كمبانډ ملټري روغتون كښې ملاقات كړے۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس د ترهګرۍ ختمولو عزم لري او غواړي چې صوبې څخه ترهګري ختمه شي۔ وفاقي وزير په خېبر پښتونخوا كښې تېره ورځ د رامخې ته شوي بدلون هركلي كولو سره ووئيل دې بدلون سره به د صوبې اولس د ترهګرۍ خلاف مؤثر كردار ترسره كولو او د دې مستقل خاتمې له نور اختيارمنده جوړولو له مرسته ترلاسه شي۔ عطاء الله تارړ د ملګرو ملتونو د  38 م مانيټرنګ رپورټ په اړه  ووئيل په دغه كښې نزدې د دوه زره ټي ټي پي ترهګرو او د هغوي د كورنيو پوله ايزو سيمو څخه د افغانستان داخلي سيمو ته د منتقل كېدو ذكر شوے دے۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت ٬  خارجه وزارت او عسكري قيادت په شمول ټول اړوند  د ترهګرۍ ختمولو او امن راوستو له يو موټي دي۔ وفاقي وزير ووئيل د معركه حق په مهال نړۍ وليدل چې د جنګ مسلط كېدو په صورت كښې پاكستان د بشپړ ځواب كولو صلاحيت لري۔ دغسې پاكستان دا هم صلاحيت لري چې منطقه كښې امن لپاره د ثالثۍ كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل پاكستان امن او يوه داسې منطقه غواړي چرته چې سوكالي ٬ همكاري او سلامتيا وده ومومي