اسحاق ډار په شاہ خالد انټرنيشنل ايئرپورټ د حوثيانو بريد وغندلو

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د رياض په شاہ خالد انټرنيشنل ايئرپورټ د حوثيانو د بريد غندنه كولو سره د ژوبل شويو٬ چې پكښې شپږ پاكستانيان هم شامل دي٬ زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ خپل اېکس پوسټ كښې ده ووئيل چې پاکستان د دې بريدونو په سختو ټكو غندنه كوي، وګړي او په سول تنصيباتو بريدونه كول په هېڅ …

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د رياض په شاہ خالد انټرنيشنل ايئرپورټ د حوثيانو د بريد غندنه كولو سره د ژوبل شويو٬ چې پكښې شپږ پاكستانيان هم شامل دي٬ زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ خپل اېکس پوسټ كښې ده ووئيل چې پاکستان د دې بريدونو په سختو ټكو غندنه كوي، وګړي او په سول تنصيباتو بريدونه كول په هېڅ صورت كښې د قبلېدو وړ نه دي، دا د نړيوال قانون خلاف ورزي او  سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره سنګين خطر دے۔ ده د سعودي عرب قیادت او وروڼو اولس سره د يووالي څرګندونه كولو سره د سعودي خپلواكۍ٬ سيمه ايز سالميت او سلامتيا لپاره پاکستان د مکه مشترکه دفاعي تړون له مخې پخپل عزم مضبوط ولاړ دے