د مذاکراتو د ټولو لارو له ختمېدو وروسته یو دروند آئيني ګام پورته کړې شو: وفاقي وزير محسن نقوي

اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير سېنېټر محسن نقوي وئيلي دي چې وفاقي حكومت او ددې اتحاديانو د خېبر پښتونخوا حكومت او د پاكستان تحريك انصاف قيادت سره د پارليماني رابطو ٬ نېغ په نېغه خبرې كولو او د بېك چېنل ډبلومېسي په شمول هره ممكنه لاره خپله كړه ٬ بياهم دا ټولې هڅې بې ځايه لاړې۔ په اېكس خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل خېبر پښتونخوا …

اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير سېنېټر محسن نقوي وئيلي دي چې وفاقي حكومت او ددې اتحاديانو د خېبر پښتونخوا حكومت او د پاكستان تحريك انصاف قيادت سره د پارليماني رابطو ٬ نېغ په نېغه خبرې كولو او د بېك چېنل ډبلومېسي په شمول هره ممكنه لاره خپله كړه ٬ بياهم دا ټولې هڅې بې ځايه لاړې۔ په اېكس خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ دروند بوج زغملې دې او دغلته امنيتي ځواكونو او عامو وګړو ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ هغه ووئيل په داسې سنګينو حالاتو كښې د محاذ آرايۍ په ځائې بايد همكارۍ ته لومړېتوب وركړې شوې وې۔ هغه ووئيل موجوده پرېکړه کومه سیاسي پرېکړه نه وه او نه هم کوم اسان کار، بلکې دا د ځمکنیو حقایقو په پام کې نیولو سره یو اړین او دروند آئیني ګام و۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې كله د همكارۍ ټولې لارې ختمې شي نو آئين او د هېواد سلامتيا تر ټولو لومړۍ ترجيح وي۔ هغه د ګران وطن تحفظ او ابدي امن واستحكام لپاره دعا وكړه۔