د آبي وسائلو وفاقي وزير مياں معين وټو د وادي نيلم ځپلو سيمو دوره

مظفر آباد۔ 21 اګست (اے پي پي):وفاقي وزير آبي وسائل مياں معين وټو سينئر وزير کرنل(ر) وقار احمد نور، مياں عبدالوحيد ايډووکيټ، چوهدري اظهر صادق سره د باران ځپلو سيمو جاګراں او دوارياں دوره كړې او د ځپلو سړكونو٬ پلونو او د ګيسټ هاوسز پشمول د نور انفراسټرکچر جاج يې اغستے ۔ په دې موقع د قانون وزير مياں عبدالوحيد ايډووکيټ د کلاوډ برسټ په نتيجه كښې د جاګراں خوړ …

مظفر آباد۔ 21 اګست (اے پي پي):وفاقي وزير آبي وسائل مياں معين وټو سينئر وزير کرنل(ر) وقار احمد نور، مياں عبدالوحيد ايډووکيټ، چوهدري اظهر صادق سره د باران ځپلو سيمو جاګراں او دوارياں دوره كړې او د ځپلو سړكونو٬ پلونو او د ګيسټ هاوسز پشمول د نور انفراسټرکچر جاج يې اغستے ۔ په دې موقع د قانون وزير مياں عبدالوحيد ايډووکيټ د کلاوډ برسټ په نتيجه كښې د جاګراں خوړ او رتي ګلي خوړ د ځپلو سيمو د زيانونو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو ۔ په دې موقع وفاقي وزير مياں معين وټو ووئيل د وادي نيلم د ځپلو سيمو د اولس همدردۍ لپاره د وزيراعظم شهباز شريف لخوا راغلے يم او د سړكونو او د پلونو بيا رغونې سره سره به د ځپلو د زيانونو ازاله كولې شي٬ده ووئېل د ځپلو بحالۍ لپاره به ټول ترلاسه وسائل كارولې شي۔ په دې موقع ډپټي کمشنر، اېس پي، او سړكونو مهتمم هم موجود ٶ۔

مزید خبریں