اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی) د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي رحمت للعالمين عشره به د ربيع الاول د وړومبۍ نېټې څخه تر 12 مې په قامي او صوبائي كچه د عقيدت و احترام سره لمانځلې شي۔ د مذهبي چارو وزارت سږ كال 50 م نړيوال سيرت النبي كنفرنس كوي۔ د ولادت 1500 م كال په تناظر كښې دې صوبائي او مقامي حكومتونه …
رحمت للعالمين عشره به د ربيع الاول له وړومبۍ نېټې څخه تر 12 مې په قامي او صوبائي كچه د عقيدت و احترام سره لمانځلې شي: وفاقي وزير سردار يوسف

مزید خبریں
اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی) د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي رحمت للعالمين عشره به د ربيع الاول د وړومبۍ نېټې څخه تر 12 مې په قامي او صوبائي كچه د عقيدت و احترام سره لمانځلې شي۔ د مذهبي چارو وزارت سږ كال 50 م نړيوال سيرت النبي كنفرنس كوي۔ د ولادت 1500 م كال په تناظر كښې دې صوبائي او مقامي حكومتونه د خصوصي محفلونو د لارې ځوان نسل د نبي علېه السلام سيرت څخه خبر كړي۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ د بېن الصوبائي غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د آزاد كشمير د اوقاف وزير حافظ احمد رضا قادري ، د بلوچستان پارلیماني سېكرټري شهناز عمراني ، د مذهبي چارو وفاقي سېكرټري ډاکټر سید عطا الرحمٰن ، اېډیشنل سېکرټری ډاکټر ساجد محمود چوهان او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې مهمې پرېكړې وكړې شوې۔ غونډې ته ووئيل شول د قامي اسمبلۍ او سېنېټ قراردادونو په رڼا كښی به د ګرد هېواد په كچه د سيرت محفلونه كولې شي۔ د مذهبي چارو وزارت په اسلام آباد كښې 50 مه سيرت النبي كنفرنس كوي۔ د كنفرنس سرخط’’ د سوشل میډیا د ګتور استعمال په تعليم او تربيه كښې رياستي ذمه وارۍ ٬ د سيرت النبي (ص) په رڼا كښې‘‘ غوره كړے شوے دے۔ ده ووئيل د لسيزې لمانځلو مقصد ځوان كول د نبي علېه السلام سيرت څخه خبرول دي۔ په دې مهال به په سركاري او نجي سكولونو ٬ كالجونو او پوهنتونونو كښې هم د عشره رحمت للعالمين لاندې پروګرامونه كولې شي۔ ده ووئيل مونږ له د سيرت النبي (ص) په رڼا كښې د حاضر دور مسئلې حل كولو هڅه كول وي٬ مونږ له به د تعليم ٬ معيشت ٬ سماجي اقدارو او كورنې نظام له اغېزمنده كېدو څخه ساتل وي۔ د نبی اکرم (ص) د بعثت مقصد انسانيت په سمه لار روانول دي۔ د امتي په حېث دا زمونږ ذمه واري ده چې مونږ د هغوي پېغام عام كړؤ۔ ده زياته كړه چې د سوشل ميډيا په دې دور كښې د اسلام پيغام عام كول زيات آسان شوے دے۔










