دبئی۔21 اګست(اے پی پی) د پاکستان كركټ لوبډله د انټرنېشنل کرکټ کونسل (آئی سي سي ) تر اهتمام لاندې د پاكستان ٬ افغانستان او متحده عرب امارات ترمينځه ټي ټونټي ټرائي سيريز او ايشيا كپ كښې ګډون لپاره دبۍ ته ورسېده۔ ټي ټونټي ټرائي سيريز به 29 اګست څخه تر 7 ستمبر په تاريخي شارجه كركټ سټيډيم كښې كيږي۔ د سيريز اولنے مېچ به د پاكستان او افغانستان ترمينځه كولې شي۔ په ټي ټونټي ټرائي سيريز كښې به هره لوبډله دوه مېچونه كوي۔ په 7 ستمبر به د دوو ټاپ لوبډلو ترمينځه فائنل كيږي۔ د سيريز ټول مېچونه به شارجه كركټ سټډيم كښې كيږي۔ پاكستان به د سيريز اولنے مېچ په 29 اګسټ د افغانستان او دويم په 4 ستمبر د ايو اے اي په ضد كوي۔ په سيريز كښې د دوو ټاپ لوبډلو ترمينځه فائنل به په 7 ستمبر كولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سيريز به په 29 اګست پېل كيږي كوم به چې تر 7 ستمبر دوام لري۔ دې څخه وروستو په 9 ستمبر به ایشیا کپ پېل شي