پاکستان سلامتي كونسل كښې په كشمير او فلسطين كښې په ميرمنو د ظلمونو او جنسي تشدد په سمدستي ختمولو زور

ملګري ملتونه ۔20 اګست (اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي كشمير او فلسطين سيمو كښې په مېرمنو او انجونو د روانو ظلمونو او جنسي تشدد په سمدستي توګه د ختمولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي جنسی تشدد يو سنګين جرم دے كوم چې د جنګي وسلې ٬ اذيت ٬ ترهګرۍ ٬ سياسي جبر ٬ غېر …

ملګري ملتونه ۔20 اګست (اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي كشمير او فلسطين سيمو كښې په مېرمنو او انجونو د روانو ظلمونو او جنسي تشدد په سمدستي توګه د ختمولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي جنسی تشدد يو سنګين جرم دے كوم چې د جنګي وسلې ٬ اذيت ٬ ترهګرۍ ٬ سياسي جبر ٬ غېر قانوني قبضې مضبوطولو او د وسائلو استحصال لپاره كارولې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوب سفير په يوه مباحثه كښې ووئيل د دې اندېښمن رجحان بايد سخته غندنه وكړې شي او د دغې په فعاله توګه مخنيوے وكړے شي۔ ده ووئيل د بهرنۍ قبضې په صورتحال كښې دا مسئله لا زياته پېچلې كيږي چرته چې د شفافيت او احتساب د نشوتوالي له امله ظلمونه پټ پاتې كيږي او قابض ځواكونه د قانوني استثنی لرلو له كبله ځواب وركونكې نشي ګرځېدے۔ ده ووئيل دا ډول كېسونه بايد نړيوالې نګرانۍ څخه لرې وساتلې شي۔ دې كېسونو ته د سلامتي كونسل او ملګرو ملتونو عمومي سېكتر خاص استازے بايد سمدستي پام وګرځوي۔ سفير عاصم افتحار احمد فلسطين د دې يو ښكاره مثال ګرځولو سره ووئيل دغلته د زرګونو په شمېر كسان تشدد ٬ جبري بې دخلۍ او لوږې سره مخ دي۔ ده په سلامتي كونسل زور راوړو چې هغه ظلمونو څخه سترګې پټې نه كړي او احتساب باوري كړي۔ ده ووئيل په رپورټ كښې د جنسي تشدد په څير د ناوړه پېښو ذكر موجود دے خو دا خبره له پوهې بهر ده چې دا سنګين صورتحال د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر په پخوانو رپورټونو كښې ولې درج نه كړے شو۔ پاکستاني استازي ووئيل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن 2018 او 2019 رپورټونو ، نړيوالې مېډيا او د بشري حقونو تنظيمونو تر مخه ووئيل يوازې د كال 2019 څخه تر 2021 په مهال نزدې 10 زره مېرمنې او انجونې بې دركه كړې شوي ۔ ده ووئيل دې صورتحال ته بايد د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر خاص استازې پرملا پټين پام وګرځوي۔ پاكستاني سفير د يوې بشپړه تګلارې خپلولو په حاجت زور راوړو په كومه كښی چې د مېرمنو فعاله شموليت ٬ بهرنو قبضو ته خصوصي پام لرنه ٬ د احتساب تقاضې ٬ د استثنی خاتمه او د شخړو بنيادي سببونو حل شامل وي۔ ده ووئيل پاكستان تل د نړۍ تر ټولو كمزورو طبقو د وسله والو شخړو اغېزو څخه ساتلو له هڅې كړي دي او په امن پوځ كښې زمونږ مېرمنې بليو هېلمټس هم شاملې دي كومې چې د نړۍ په خطرناكو سيمو كښې د وګړو تحفظ او د ملګرو ملتونو د اقدار په دفاع كښې اعلی معيار برقرار ساتي

مزید خبریں