واشنګټن ۔19 اكست (اےپي پي) صدر وولوېمير زېلنسكي وئېلې دي د امرېكې او اروپا لارښودو سره د ملاقات نه پس د يوكرېن لپاره سېكيورټي ګارنټي په راروانو 10 ورځو كښې حتمي شكل اختيارولې شي۔ دشنهوا تر مخه هغه سپينه ماڼۍ كښې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات نه پس يو پرېس كانفرنس ته بريفنګ وركولو كښې ووئېل زمونږ شراكت دار د سېكورټي ګارنټي تفصيلات بيانوي او په راتلونكو ورځو …
د يو كرېن لپاره د امنيتي ضمانت حتمي پرېكړه په 10 ورځو كښې متوقع ده٬ صدر زېلنسكي

مزید خبریں
واشنګټن ۔19 اكست (اےپي پي) صدر وولوېمير زېلنسكي وئېلې دي د امرېكې او اروپا لارښودو سره د ملاقات نه پس د يوكرېن لپاره سېكيورټي ګارنټي په راروانو 10 ورځو كښې حتمي شكل اختيارولې شي۔ دشنهوا تر مخه هغه سپينه ماڼۍ كښې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات نه پس يو پرېس كانفرنس ته بريفنګ وركولو كښې ووئېل زمونږ شراكت دار د سېكورټي ګارنټي تفصيلات بيانوي او په راتلونكو ورځو كښې به لا معلومات رامخې ته شي۔ هغه ووئېل په دې لړ كښې د ټولو انتظاماتو باقاعده دستاوېزات په راروانه اوونۍ يا لسو ورځو كښې دننه راتللے شي۔ هغه د امرېكې د اړخه دا واضحه اشاره وركولو سره ووئېل د يوكرېن لپاره د سېكورټي ګارنټي په نظام كښې نه يوازې به شراكت دار وي بلكې د دې په كوارډېنېشن كښې به هم كردار ادا كوي









