بلوچستان كښې د 11 لاكهه اونو بوټو نالولو هدف ټاكلے شوے٬ ګورنر جعفر مندو خېل

كوئټه۔ 18 اګست (اےپي پي) د بلوچستان ګورنر جعفر مندو خېل وئېلې دي په بلوچستان كښې د 11 لاكهه اونو بوټو د نالولو هدف ټاكلے شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ګورنر هواس كښې د ځنګلات او ځنګلي ژوندي سر محكمې تر سېوري لاندې د پشكال شجر كارۍ كمپائن د پرانستې په موقع ميډيا ته وكړه۔ په دې مهال صوبائي وزيران ٬ د اسمبلۍ غړي ٬ صوبائي سېكرټريز او …

كوئټه۔ 18 اګست (اےپي پي) د بلوچستان ګورنر جعفر مندو خېل وئېلې دي په بلوچستان كښې د 11 لاكهه اونو بوټو د نالولو هدف ټاكلے شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ګورنر هواس كښې د ځنګلات او ځنګلي ژوندي سر محكمې تر سېوري لاندې د پشكال شجر كارۍ كمپائن د پرانستې په موقع ميډيا ته وكړه۔ په دې مهال صوبائي وزيران ٬ د اسمبلۍ غړي ٬ صوبائي سېكرټريز او د ګورنر پرنسپل سېكرټري كليم الله پشمول نور موجود وو۔ د بلوجستان ګورنر ووئېل پاكستان كښې زياتو اونو بوټو نالولو سره مونږ ماحول محفوظ كولې شوو٬ په دې لړ كښې د بلوچستان حكومت سږ كال د 11 لاكهه اونو بوټو نالولو هدف ټاكلے دے۔

مزید خبریں