كوئټه۔ 18 كست (اےپي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سفراز بګټي وئېلې دي د هېواد دښمنه عناصر ٬ ترهه ګر او د هغوي سهولت كار د كوم رعايت مستحق نه دي٬ دوي به په هر صورت منطقې انجام ته رسولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ يو پرېس كانفرنس ته وكړه ۔ په دې مهال ايډيشنل چيف سېكرټري حمزه شفقات ٬ لنډ مهاله آئې جي اعتزاز …
د آزادۍ ورځې په موقع كوئټه د لويې تباهۍ نه اوساتلې شوه٬ د هېواد دښمنه عناصر ٬ ترهه ګر او د هغوي سهولت كار د كوم رعايت مستحق نه دي٬ د بلوچستان وزيراعلې

مزید خبریں
كوئټه۔ 18 كست (اےپي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سفراز بګټي وئېلې دي د هېواد دښمنه عناصر ٬ ترهه ګر او د هغوي سهولت كار د كوم رعايت مستحق نه دي٬ دوي به په هر صورت منطقې انجام ته رسولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ يو پرېس كانفرنس ته وكړه ۔ په دې مهال ايډيشنل چيف سېكرټري حمزه شفقات ٬ لنډ مهاله آئې جي اعتزاز حسېن ګورايه او د صوبائي حكومت وياند شاهد رند بشمول اعلې چارواكي موجود وو۔د بلوچستان وزيراعلې ووئېل د هېواد ماتونكې معاف كېدې نشي او څوك چې هم د ترهه ګرو مرسته كوي هغوي او د هغوي د سرپرست نه به تپوس پوښتنه كېږي ۔ ده ووئېل كه يو پروفېسر ترهه ګر جوړ شي نو د هغه په غاړه كښې د ګلونو هار نشو اچولے ٬ د پروفېسر ډاكټر محمد عثمان قاضي د نيولو او مېډيا ته د وړاندې كولو مقصد هم دا دے چې د ترهه ګرو ښكار خوصله ماته كرې شي۔ ده ووئېل د رياست مقابله د داسې عناصرو سره ده چا ته چې د كالعدم تنظيمونو ملاتړ تر لاسه دے ۔ وزيراعلې ووئېل په 14 ګست زموڼږ ادارو يوه لويه د تباهې منصوبه ناكامه كړه ٬ كومه چې د دې خبره ثبوت دے چې رياست د دښمن عناصر په ضد په زړه پورې كاروائي كوي ۔ وزيراعلې ووئېل د پاكستان په ضد جنګ كښې د محرومۍ هيڅ كردار نتشه بلكې دا هېواد دښمنه ايجنډا ده ۔ د بلوچستان وزيراعلې ووئېل د عثمان قاضي غوندې اعلې تعليم لرونكې چې د ترهه ګرو شهولت كار جوړ شي نو دا د رياست او ټولنې لپاره لويه خطره ده۔ ريسات عثمان قاضي له عزت وركړو او روزګار يې وركړو او هغه د هېواد د دښمنۍ لاره خپله كړه ۔ ده ووئېل عثمان قاضي مېرمنې سهولت كارې له تمانچه وركړې وه چا چې د امنيتي ځواكونو اهلكار په نښه كړل او هغه د رېلوے ستېشن ځان مرګي بريد كښې هم د سهولت كار په توګه شامل ؤ۔










