پېښور 18 اګست (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې د اوسنو سېلابونو په سبب تعليمي نظام ځپلے شوے٬ 61 سكولونو ته په بشپړ توګه او 324 ته په جزوي توګه زيان رسېدلے دے ۔ د تعليم صوبائي محكمې لخوا د جاري رپورټ له مخې د سېلاب په سبب ړنګو شوو سكولونو كښې 52 پرائمري، 7 مډل او 2 هائي سکول او په جزوي توګه ځپلے شوو سكولونو كښې 233 پرائمري، 35 …
خېبرپښتونخوا كښې د اوسنو سېلابونو په سبب تعليمي نظام ځپلے شوے٬ 61 سكولونه په بشپړ توګه او 324 ته په جزوي توګه زيان رسېدلے

مزید خبریں
پېښور 18 اګست (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې د اوسنو سېلابونو په سبب تعليمي نظام ځپلے شوے٬ 61 سكولونو ته په بشپړ توګه او 324 ته په جزوي توګه زيان رسېدلے دے ۔ د تعليم صوبائي محكمې لخوا د جاري رپورټ له مخې د سېلاب په سبب ړنګو شوو سكولونو كښې 52 پرائمري، 7 مډل او 2 هائي سکول او په جزوي توګه ځپلے شوو سكولونو كښې 233 پرائمري، 35 مډل، 42 هائي او 14 هائر سيکنډري سکولز شامل دي٬ د ټولو نه زيات زيان په سوات كښې رپورټ شوے چې چرته چې 91 سكولونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او 30 ته په جزوي توګه زيان رسېدلے دے ، په شانګله كښې 11 سکولونه مکمل تباه او 50 ته په جزوي توګه زيان رسېدلے٬ د رپورټ له مخې په هري پور كښې اوه سكولونه تباه او 29 ځپلے شوي، كوز دير كشې 17 سکولونه تباه شوي دغسې په ايبټ آباد كښې درې سكولونه ړنګ او 67 ته په جزوي توګه زيان رسېدلے دے ٬ دغسې په بونير كښې 4 سکولونه مکمل تباه او 14 ته زيان رسېدلے، بټګرام كښې 9 سکولونه تباه شوي او 6 ته په جزوي توګه زيان رسېدلے دے ٬ د جاري رپورټ له مخئ د تدريسي عملې 4 او غير تدريسي سټاپ دوه كسان پحق رسيدلي دي او درې استاذان ژوبل شوي دي ٬ دغسې دوه زده كوٶنكي پحق رسېدلي او 2 ژوبل شوي دي











