د خاص پيكج له مخې سيلاب ځپلو ته د معاوضو ادائيګي پيل كړے شوې: بيرسټر علي سيف

پيښور ۔ 18 اګست (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا د اطلاعات او تعلقات عامه سلاحكار ډاكټر اېم علي سېف وئيلي دي د خصوصي پېكج لاندې سېلاب ځپلو ته د معاوضو ادائيګۍ پېل كړې شوې ده ۔ د خېبر پښتونخوا حكومد وياند لخوا د جاري بيان له مخې د وزیراعلیٰ په هدايت د معاوضې پېكج يو په دوه كړے شوے۔ د خصوصي پېكج لاندې د حق رسېدليو كسانو پېكج سړي …

پيښور ۔ 18 اګست (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا د اطلاعات او تعلقات عامه سلاحكار ډاكټر اېم علي سېف وئيلي دي د خصوصي پېكج لاندې سېلاب ځپلو ته د معاوضو ادائيګۍ پېل كړې شوې ده ۔ د خېبر پښتونخوا حكومد وياند لخوا د جاري بيان له مخې د وزیراعلیٰ په هدايت د معاوضې پېكج يو په دوه كړے شوے۔ د خصوصي پېكج لاندې د حق رسېدليو كسانو پېكج سړي سر 10 لكه څخه 20 لكه روپۍ كړے شوے۔ دې سره د معاوضو ادائيګۍ له ټولو ضلعو ته 85 كروړه روپۍ جاري كړې شوي۔ بېرسټر ډاكټر اېم علي سېف ووئيل پرون وزیراعلیٰ په سوات كښې د سېلاب ځپلو ترمينځه د معاوضې چېكونه ووېشل او نن به په باضابطه توګه په ټولو ځپلو ضلعو كښې د معاوضو چېكونو وېش كار پېل شو ۔ په دې سخت وخت كښې صوبائي حكومت د ځپلو ترڅنګ ولاړ دے۔ دا خبره دې ياده وې چې سېلاب ځپلو ته د معاوضو ادائيګي پېل كړې شوې ۔ صوبائي سلاحكار بېرسټر سېف ووئيل وزیراعلیٰ په خپله د ځپلو ضلعو دوره كوي ٬ په صوبه كښې د نورو بارانونو پېشګوئي شوې ده ٬ له دې كبله اولس ته اپيل دے چې هغوي د ولو ٬ نهرونو او خوړونو څخه لرې پاتې شي ٬ احتياط دې كوي او د كومې هم ناوړه پېښې اطلاع دې په 1700 لمبر وركوي

مزید خبریں