کوئټه ۔ 18 اګست (اے پي پي ) د بلوچستان حکومت د ګلګت بلتستان او خیبر پښتونخوا سیلاب ځپلو كورنيو لپاره د مرستې سامان يو لويې كهيپ روان کړے دے۔ د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند تر مخه وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په خاص امر د ځپلو صوبو د اولس سمدستي ضروریات تر مخه د مرستې سامان روان كړے شوے ، په مرسته كښې د بنیادي ضرورت څيزونه او نان …
د بلوچستان حکومت د اړخه د ګلګت بلتستان او خیبر پښتونخوا سیلاب ځپلو كورنيو لپاره د مرستې سامان روان كړے شو

مزید خبریں
کوئټه ۔ 18 اګست (اے پي پي ) د بلوچستان حکومت د ګلګت بلتستان او خیبر پښتونخوا سیلاب ځپلو كورنيو لپاره د مرستې سامان يو لويې كهيپ روان کړے دے۔ د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند تر مخه وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په خاص امر د ځپلو صوبو د اولس سمدستي ضروریات تر مخه د مرستې سامان روان كړے شوے ، په مرسته كښې د بنیادي ضرورت څيزونه او نان فوډ آئټمز شامل دي۔ ده ووئېل د ګلګت بلتستان 15 سوه او د خیبر پښتونخوا يو زر ځپلو كورنيو لپاره د مرستې سامان ولېږلے شو ، وياند شاهد رند او ډائریکټر جنرل پي ډي ایم اے بلوچستان جهانزیب خان سامان ځپلو سيمو ته روان كړو ۔وياند ووئېل د بلوچستان حکومت په دې سخت وخت كښې د ګلګت بلتستان او خیبر پښتونخوا اولس سره ولاړ دے، د سیلاب ځپلو ورونړو مرسته په اصل كښې د بلوچستان حکومت د بشري همدردۍ او د يووالي عملي څرګندونه ده ۔ده ووئېل د بلوچستان اولس غم دړد ، او وسائل د ځپلو صوبو اولس سره وېشل خپله ذمه واري ګڼي ۔ډائریکټر جنرل پي ډي ایم اے بلوچستان جهانزیب خان ووئېل ځپلو له لېږلے شوے سامان د اعلیٰ معیار دے او په دې كښې هغه څيزونه شامل كړې شوي كوم چې د هغوي سمدستي ضرورت دے ۔ ۔ډي جي پي ډي ایم اے ووئېل ادارې دا خبره باوري كړې چې ځبلو ته رسېدونكے هر څيز معیاري او د كارولو جوګه دے ۔ وزیراعلیٰ بلوچستان میر سرفراز بګټي په دې مهال خپل پیغام كښې ووئېل د سیلاب ځپلو هر ممکن مرستې ته د بلوچستان حكومت پام لرنه كوي او ځپلې كورنۍ به يوازې نه پرېږدي











