شانګله ۔ 17 اګست (اے پی پی) وفاقی وزیر او د پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئيلي دي چې د سېلاب دلاسه په شانګله كښې په لويه كچه ځاني او مالي زيان شوې٬ وفاقي حكومت سېلاب ځپليو سره ولاړ دے۔ د اتوار په ورځ د شانګله دورې په موقعه سېلاب ځپليو سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د شانګله اولس لپاره ما د وزيراعظم شهباز …
وفاقي حكومت سيلاب ځپليو سره ولاړ دے: انجینئر امیر مقام

مزید خبریں
شانګله ۔ 17 اګست (اے پی پی) وفاقی وزیر او د پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئيلي دي چې د سېلاب دلاسه په شانګله كښې په لويه كچه ځاني او مالي زيان شوې٬ وفاقي حكومت سېلاب ځپليو سره ولاړ دے۔ د اتوار په ورځ د شانګله دورې په موقعه سېلاب ځپليو سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د شانګله اولس لپاره ما د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د خواخوږۍ پېغام راوړے دے۔ وفاقی وزیر ووئيل د كروندګرو فصلونه ٬ ګاډي او د كور سامان اوبو ځان سره وړلې دې۔ په شانګله كښې يو شمېر پلونه او سړكونه ويجاړ شوي دي۔ ده ووئيل درې ورځې وشوې د شانګله نورو ضلعو سره رابطه بحال نه كړې شوه۔ ده ووئيل كه صوبائي حكومت سړكونه بحال نه كړل نو د دې پرانسته به زه په خپله ذاتي خرچه وكړم۔ ده د وفاقي حكومت لخو د بشپړه مرستې لوظ كولو سره ووئيل چې سېلاب ځپليو سيمو كښې به برېښنا ډېره زر بحال كړې شي۔ ده ووئيل ضلعي حكومت دې ماښام پورې د غرئيزو سيمو سړكونه بحال كړي۔











