پيښور ٬ د آئي جي پوليس په كوهاټ ريګي شينوخيل كښې د 7 كسانو د وژنې پيښې نوټس ٬ د وژونكو زر تر زره د نيولو امر

پېښور ۔ 17 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا انسپکټر جنرل آف پولیس ذوالفقار حمید د كوهاټ په رېګي شينوخېل سيمه كښې د 7 كسانو د وژل كېدو پېښې نوټس اختسلو سره كوهاټ پوليس ته د پېښې د محركاتو په ډاګه كولو او د ككړو زر تر زره د نيولو امر كړے دے۔ د آئي جي آفس وياند له مخې آئي جي كے پي د وژونكو زر تر زره …

پېښور ۔ 17 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا انسپکټر جنرل آف پولیس ذوالفقار حمید د كوهاټ په رېګي شينوخېل سيمه كښې د 7 كسانو د وژل كېدو پېښې نوټس اختسلو سره كوهاټ پوليس ته د پېښې د محركاتو په ډاګه كولو او د ككړو زر تر زره د نيولو امر كړے دے۔ د آئي جي آفس وياند له مخې آئي جي كے پي د وژونكو زر تر زره د نيولو او انصاف سره د مخامخ كولو هدايات جاري كړې دي۔ په دې موقعه آئي جي پي ذوالفقار حميد ووئيل په دې پېښه كښی ككړ كسان د قانون ګرفت څخه بچ كېدې نه شي۔ د پوليس تر ټولو لومړۍ ذمه واري د اولس د ځان او مال ساتنه ده او قانون ماتوونكو سره به هېڅ قسمه رعايت كولے نه شي۔

مزید خبریں