پېښور ۔ 16 اګست (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې په روانه بېړنۍ وضعه د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور په مشرۍ كښې مهمه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې چیف سېکترټری، اړوند انتظامي سیکرټریز، ډویژنل کمشنرز ٬ ډپټی کمشنرز او د پي ډي اېم اے چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د اوسنيو بارانونو او د سېلابي اوبو د لاسه په ځپلې شووو ضلعو كښې د رامخې ته …
په صوبه كښې بيړنۍ وضعه ٬ د خيبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور په مشرۍ كښې مهمه غونډه

مزید خبریں
پېښور ۔ 16 اګست (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې په روانه بېړنۍ وضعه د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور په مشرۍ كښې مهمه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې چیف سېکترټری، اړوند انتظامي سیکرټریز، ډویژنل کمشنرز ٬ ډپټی کمشنرز او د پي ډي اېم اے چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د اوسنيو بارانونو او د سېلابي اوبو د لاسه په ځپلې شووو ضلعو كښې د رامخې ته شوو زيانونو ٬ رېسكيو او ريليف كارروائيو بشپړ جاج واغستے شو۔ په غونډه كښې د بارانونو او سېلاب سره سره د چورلكې پېښه كښې د شهيد شوو لوړو درجو لپاره دعا وكړې شوه۔ په دې موقع بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې په ځپليو سيمو كښې په مجموعي توګه 309 كسان مړه شوي دي٬ 23 كسان ژوبل شوي دي٬ د سېلابي اوبو د لاسه 63 كورونو ته جزوي زيان رسېدلے دے٬ د تباه شوي انفراسټركچر سروے روانه ده ډېر زر به د زيانونو رپورټ بشپړ كړے شي۔ په بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې ځپليو سيمو ته د تلونكو سړكونو بحالولو كار روان دے ٬ ځپليو سيمو ته طبي ډلې ٬ دويانې ٬ د خوراك او د ضرورت نور سامان رسولې شي۔ پي ډي اېم اے ته ريليف آپرېشن او ځپليو ته معاوضه وركولو له يو نيم ارب روپۍ جاري كړې شوي دي۔ دغسې سړكونه او نور انفراسټركچر بحالولو له د مواصلات څانګې ته هم يو نيم اربه روپۍ وركړې شوي ي۔ په بريفنګ كښې ووئيل شوو چې د حق رسېدليو كسانو پسماندګانو ته د معاوضو ادا كولو له اړوند ډپټي كمشنر ته 50 كروړه روپۍ جاري كړې شوي دي۔ د بحالۍ كارونو لپاره وفاقي حكومت او پاك پوځ هم د صوبائي حكومت مرسته كوي۔ وزیراعلی هدايت وكړو چې سول انتظاميه دې ټولو ځپليو خلكو ته رسېدل لومړۍ ترجيح وګرځوي۔ ده هدايت وكړو چې ځپليو ته دې د معاوضو ادا كول په دوه ورځې كښې باوري كړې شي۔ ده ووئيل چې د چیف سېکرټری او پی ډی اېم اے په كچه دې د ريليف كارونو نګرانۍ له فعاله نظام وضعه كړې شي۔ د سړكونو او نور انفراسټركچر بحالۍ له دې درنه مشينري موبېلائیز كړې شي۔ وزیراعلی په كوم هم وخت كښې ځپلې شوې بونېر ضلعې ته د رسېدو پرېكړه كولو سره ووئيل زه به د زيانونو او د ريليف كارونو په خپله جاج اخلم۔











