پېښور ۔ 16 اګست (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د تېرو 48 ساعتونو په مهال په بارانونو او فلش فلد كښې 307 كسان مړه او 23 ژوبل شوي دي۔ د پروونشل ډیزاسټر منېجمنټ اتھارټی (پی ډی اېم اے) خېبر پښتونخوا لخوا د تېرو 48 ساعتونو په مهال د بارانونو او فلش فلډ له امله د صوبې په بېلو ضلعو كښې د ځاني او مالي زيانونو ابتدائي رپورټ جاري …
خيبر پښتونخوا كښې د تيرو 48 ساعتونو په مهال د بارانونو او سيلاب له امله 307 كسان مړه ٬ 23 ژوبل شوي : پي ډي ايم اے

مزید خبریں
پېښور ۔ 16 اګست (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د تېرو 48 ساعتونو په مهال په بارانونو او فلش فلد كښې 307 كسان مړه او 23 ژوبل شوي دي۔ د پروونشل ډیزاسټر منېجمنټ اتھارټی (پی ډی اېم اے) خېبر پښتونخوا لخوا د تېرو 48 ساعتونو په مهال د بارانونو او فلش فلډ له امله د صوبې په بېلو ضلعو كښې د ځاني او مالي زيانونو ابتدائي رپورټ جاري كړے شوے دے۔ د رپورټ له مخې خېبر پښتونخوا كښې د تېرو 48 ساعتونو په مهال په بارانونو او فلش فلد كښې 307 كسان مړه او 23 ژوبل شوي دي٬ په حق رسېدلې كسانو كښې 279 سړي ، 15 مېرمنې او 13 كوچنيان شامل دي٬ دغسې په ژوبل شوو كښې 17 سړي ٬ څلور مېرمنې او 2 ماشومان شامل دي۔ د رپورټ له مخې په مجموعي توګه 74 كورونه ته زيان ورسېد په كومو كښې چې 63 ته جزوي زيان رسېدلے او 11 په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي۔ د پي ډي اېم اے له مخې امكان ښودلے شوے دے چې د سختو بارانونو دا روانه لړۍ به دمه په دمه تر 21 اګست دوام لري۔











