جموں۔15اګست(اے پی پی) د مقبوضه كشمير د كشتواړ ضلعې په لرې پرته غرئيزه سيمه كښې د اوبو تندر پرېوتو پېښه كښې د مړو شمېره 56 ته رسېدلې ده په كومو كښې چې د هندي سېنټرل انډسټريل سكيورټي فورس دوه اهلكار هم شامل دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې تېره ورځ په چشوتي كلي كښې د اوبو تندر پرېوتو او د زياتو بارانونو ورېدو د لاسه راغلي سېلاب او لېنډ …
كشتواړ ٬ د تندر پريوتو پيښه – د مړو شوو ياتريانو شميره 56 ته ورسيده

مزید خبریں
جموں۔15اګست(اے پی پی) د مقبوضه كشمير د كشتواړ ضلعې په لرې پرته غرئيزه سيمه كښې د اوبو تندر پرېوتو پېښه كښې د مړو شمېره 56 ته رسېدلې ده په كومو كښې چې د هندي سېنټرل انډسټريل سكيورټي فورس دوه اهلكار هم شامل دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې تېره ورځ په چشوتي كلي كښې د اوبو تندر پرېوتو او د زياتو بارانونو ورېدو د لاسه راغلي سېلاب او لېنډ سلائيډنګ په لويه كچه تباهي كړې ده او په سوونو ياتريان اوبو ځان سره وړلي دي۔ دا هندو یاتريان په 25 جولائي پېل شوې مژھل ماتا مندر یاترا لپاره په سيمه كښې موجود وو كوم به چې په 5 ستمبر پايې ته رسي۔ د قابضو چارواكو له مخې د مړو شمېره كښې د زياتوالي امكان دے ولې چې په سوونو كسان بې دركه دي۔ د 38 ژوبل شوو حالت اندېښمن ښودلے شي۔ د سېلاب د لاسه د هندي پوځ يوې چوكۍ په شمول يو شمېر ودانۍ هم ځپلې شوي دي۔ يو هندو ياتري ميډيا سره خبرو كښې ووئيل دا باران ناڅاپي پېل شو او لږه شېبه وروستو مونږ سېلاب صورتحال سره مخ شوو۔ د سېلاب چپې هر څه په مخه كړل او ما ځان ډېر په ګرانه بچ كړے شو









