د فرانس او برطانيي بشمول 27 هېوادونو غزه ته د مرستې رسولو د اجازې غوَښتنه وكړه

پېرس۔ 13 اګست (اےپي پي) فرانس او برطانيي پشمول د 27 هېوادونو خارجه وزيرانو د اسرائيل نه غوښتنه كړې ده چې هغه غېر سركاري نړيوالو تنظيمونو ته غزه ته د مرستې قافلو له د تللو اجازه وركړي او د مرستې د ترسيل په ځايونو د هر ډول طاقت كارول بند كړي۔ د العربيه اردو تر مخه هغوي زور راوړو چې د وګرو او د طبي كاركنانو حفاظت باوري كړے شي …

پېرس۔ 13 اګست (اےپي پي) فرانس او برطانيي پشمول د 27 هېوادونو خارجه وزيرانو د اسرائيل نه غوښتنه كړې ده چې هغه غېر سركاري نړيوالو تنظيمونو ته غزه ته د مرستې قافلو له د تللو اجازه وركړي او د مرستې د ترسيل په ځايونو د هر ډول طاقت كارول بند كړي۔ د العربيه اردو تر مخه هغوي زور راوړو چې د وګرو او د طبي كاركنانو حفاظت باوري كړے شي ٬ دغسې چې په غزه كښې د زياتېدونكې لوږې بحران كم شي ۔دا غوښتنه په يوه داسې موقع رامخې ته شوې چې په اسرائيل فشار دے چې د ملګرو ملتونو بشمول ټولو مرستندويه ادارو له غزه كښې تر جنګ ځپلو اسانه رسائي وركړي۔ بل پلو د اسرائيل حكومت او پوځ تر مينځه دا وخت غېر معمولي اختلافات رمخې ته ښكاري ۔ د اسرائيل وزيراعظم په غزه پورا قابو او د قبضې او د ټولې غزه تباه كولو ټګ لاره وړاندې كرې ٬ د كومې چې د حكومت سخت درېځو مرسته كړې ده۔ خو د پوځ سيئنر افسرانو د دې منصوبې مخالفت كولو سره خبردارے وركړے چې د جنګ نه پس د كومې تګلارې نه لرلو څخه پراخه كاروايئ د 1982 لبنان غوندې مشكل او خطرناك جنګي او سياسي بحران راپېدا كولې شي۔

مزید خبریں