ملګري ملتونه۔ 13 اګست (اے پي پي)ملګرو ملتونو وئېلې دي د اكتوبر 2023 د جنګ پېل كېدو نه تر اوسه غزه كښې د غذائي كمي له امله د 100 نه زيات ماشومان شهيدان شوي دي۔ د العربيه تر مخه د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر (او سي ايچ اے) ووئېل په غزه كښې د ماشومانو د مرګونو شمېره د 100 نه زياتېدل يوه د تباهۍ مرحله ده كومه چې …
غزه كښې د غذائي كمي په لا امله د 100 نه زيات ماشومان شهيدان شوي ٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 13 اګست (اے پي پي)ملګرو ملتونو وئېلې دي د اكتوبر 2023 د جنګ پېل كېدو نه تر اوسه غزه كښې د غذائي كمي له امله د 100 نه زيات ماشومان شهيدان شوي دي۔ د العربيه تر مخه د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر (او سي ايچ اے) ووئېل په غزه كښې د ماشومانو د مرګونو شمېره د 100 نه زياتېدل يوه د تباهۍ مرحله ده كومه چې د ڼړۍ لپاره د شرم باعث ده او دا د ضروري اقدامات تقاضا لري۔ د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې د خوراك نړيوال پروګرام وئېلې دي د 3 لاكه نه زيات ماشومان د سخت خطر سره مخ دي او د غزه په دريو كښې يو كس د څو ورځو نه ډوډۍ نه ده خوړلې۔ په دې مهال واضحه كړې شوې چې په غزه كښې د بنيادي غذائي ضروريات لپاره د مياشتې 62 زره ټنه نه زيات خوراك پكار دے خو تر اوسه په دومره مقدار د خوراك رسنې اجازه نه ده وركړې شوې كوم چې نزدې د 20 لاكهه خلقو د ژوند بچ كولو لپاره پورا وي۔









