چين پيټر پاول سره په هر ډول رابطه كښې د نه شاملېدو پرېكړه وكړه

بيجنګ 12 اګست (اے پي پي) چين د جمهوريه چېك صدر پيټر پاول سره په هر ډول رابطه كښې د نه شاملېدو پرېكړې اعلان كړې ده۔ په سي ټي جي اېن د جاري اطلاع له مخې څو ورځې وړاندې د جمهوريه چېك صدر پيټر پاول د جاپان دورې بشپړولو نه هند ته په تللو "دلائي لامه" سره ملاقات كړے۔ د نهې په ورځ د چين د خارجه وزارت وياند لين …

بيجنګ 12 اګست (اے پي پي) چين د جمهوريه چېك صدر پيټر پاول سره په هر ډول رابطه كښې د نه شاملېدو پرېكړې اعلان كړې ده۔ په سي ټي جي اېن د جاري اطلاع له مخې څو ورځې وړاندې د جمهوريه چېك صدر پيټر پاول د جاپان دورې بشپړولو نه هند ته په تللو “دلائي لامه” سره ملاقات كړے۔ د نهې په ورځ د چين د خارجه وزارت وياند لين جيئن ووئيل صدر پاول د چين د سخت مخالفت باوجود دلائي لامه سره ملاقات لپاره هند ته تللو لپاره اصرار كړے٬ دغسې ده د چېك حكومت لخوا د چين حكومت سره د شوو سياسي لوظونو سنګينه خلاف ورزي كړې او د چين د خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت ته ئې زيان رسولے٬ چين په دې د اطمينان نه لرلو څرګندونه كوي او د دې په سختۍ سره مخالفت كوي۔ وياند ووئيل د پيټر پاول د ډېرې اشتعال انګيزه رويې په ځواب كښې چين پاول سره په هر ډول رابطه كښې د نه شاملېدو پرېكړه كړې ده۔

مزید خبریں