د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی کالعدم بی ایل اے او کالعدم مجید بریګیډ ترهه ګر تنظیمونه ګرځولو په ړه د امريكائي پريكړې هركلے وكړو

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د کالعدم بی ایل اے او کالعدم مجید بریګیډ ترهه ګر تنظیمونو ګرځولو په ره د امریکائي پريكړې هركلي كولو سره وئيلي دي د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ او د امریکې انتظامیه مننه كوو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی په خپل بیان كښې ووئيل دا د پاکستان په سفارتی محاذ مهمه كاميابي ده او زمونږ …

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د کالعدم بی ایل اے او کالعدم مجید بریګیډ ترهه ګر تنظیمونو ګرځولو په ره د امریکائي پريكړې هركلي كولو سره وئيلي دي د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ او د امریکې انتظامیه مننه كوو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی په خپل بیان كښې ووئيل دا د پاکستان په سفارتی محاذ مهمه كاميابي ده او زمونږ ازلی دښمن لپاره يو بله ماتې ده ٬د امریکې اقدام د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان د قربانو اعتراف دے۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد پاك امریکا مرسته خوشبينه ده، کالعدم بی ایل اے او کالعدم مجید بریګیډ په ضد په نړيواله كچه د کارروائی لاره سمه شوې ۔ده ووئيل د ترهه ګرو په ضد شريك موقف د وخت حاجت دے،د امریکې دې اقدام سره به سيمه كښې امن او استحکام ته وده ترلاسه شي۔