انقرہ۔11اګست (اے پی پی)د ترکیه بالیک اېسیر ولايت په سندرګۍ ضلع كښې د 6.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول چې په نتيجه كښې يو تن مړ او په درځنونو نور ژوبل شول۔ د اے اېف پی له مخې ترک ډیزاسټر مېنجمنټ اېجنسۍ ( اے اېف اے ډی) وئيلي دي چې تېره ورځ ماښام په سندرګي ضلع كښې د 6.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د زلزلې مرکز د …
په تركيه كښې د 6.1 شدت زلزله ٬ يو تن مړ ٬ په درځنونو ژوبل

مزید خبریں
انقرہ۔11اګست (اے پی پی)د ترکیه بالیک اېسیر ولايت په سندرګۍ ضلع كښې د 6.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول چې په نتيجه كښې يو تن مړ او په درځنونو نور ژوبل شول۔ د اے اېف پی له مخې ترک ډیزاسټر مېنجمنټ اېجنسۍ ( اے اېف اے ډی) وئيلي دي چې تېره ورځ ماښام په سندرګي ضلع كښې د 6.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د زلزلې مرکز د باليك اېسير په سندرګي ضلع كښې ؤ۔ ترك داخله وزير علي يرليكايا د زلزلې په مركز سندرګي كښې خبريالانو ته ووئيل چې د زلزلې له امله 81 كلن تن په حق ورسېد او 29 كسان ژوبل شول۔ ده ووئيل د زلزلې د لاسه په سندرګي او دې سره پېوستو سيمو كښې 16 ودانۍ ويجاړې شوې۔ په دې كښې د درې چته ودانۍ ملبې څخه ځينې كسان ژوندي راويستلې شوي دي۔ ترک ډیزاسټر مېنجمنټ ایجنسۍ وئيلي چې د زلزلې دلاسه ځپلې شوو سيمو كښې د مرستې كارروائيو لپاره 319 اهلكار تعينات كړې شوي دي۔









