په غزہ كښې اسرائيلي بريد كښې د الجزيره 4 خبريالان شهيدان شول

غزہ۔11اګست(اے پی پی) د قطر خپرونې ادارې الجزيره وئيلي دي زمونږ د دوه نمائندګانو په شمول څلور خبريالان په غزه سټي كښې په يو اسرائيلي بريد كښی شهيدان شوي دي۔ په دوئي كښې دوه كېمره مېنان هم شامل دي۔ د فرانسیسی خبري اژانس (اے اېف پی) له مخې د غزه سټي الشفا روغتون ډائرېكټر الجزیرہ سره د تعلق لرونكو 4 خبريالانو د شهادت تصديق كړے دے۔ د الجزیرہ وېنا ده …

غزہ۔11اګست(اے پی پی) د قطر خپرونې ادارې الجزيره وئيلي دي زمونږ د دوه نمائندګانو په شمول څلور خبريالان په غزه سټي كښې په يو اسرائيلي بريد كښی شهيدان شوي دي۔ په دوئي كښې دوه كېمره مېنان هم شامل دي۔ د فرانسیسی خبري اژانس (اے اېف پی) له مخې د غزه سټي الشفا روغتون ډائرېكټر الجزیرہ سره د تعلق لرونكو 4 خبريالانو د شهادت تصديق كړے دے۔ د الجزیرہ وېنا ده 28 كلن خبريال انس الشريف خپلو درېو ملګرو سره هغه مهال شهيد كړے شو كله چې د روغتون مركزي دروازې څخه بهر د خبريالانو خېمه په نخښه كړې شوه۔ انس الشریف د الجزیرہ د عربۍ نوموړے نمائنده ؤ او د قطبي غزه څخه يې پرله پسې رپورټنګ كولو۔

مزید خبریں