ټرېنېډاډ ۔ 11 اګست (اےپي پي) د وېسټ انډيز او پاكستان كركټ لوب ډلو تر مينځه د نړيوالو مېچونو د سېرېز وروستے او پركنده مېچ سبا د نهې په ورځ برائن لارا استېډيم ٬ تاروبا ٬ ټرېيډاډ كښې كېږي ۔ دا مېچ به ډے اېنډ نائټ وي او د فلډ لائټس په رڼا كښې به كولې شي۔ د دې نه وړاندې د دواړو ډلو تر مينځه د ون ډے مېچونو …
د ويسټ انډيز او پاكستان تر مينځه دريم او پريكنده ون ډے انټر نيشنل ميچ د نهې په ورځ كيږي٬ سيريز كښې دواړو يو يو ميچ ګټلے دے
ټرېنېډاډ ۔ 11 اګست (اےپي پي) د وېسټ انډيز او پاكستان كركټ لوب ډلو تر مينځه د نړيوالو مېچونو د سېرېز وروستے او پركنده مېچ سبا د نهې په ورځ برائن لارا استېډيم ٬ تاروبا ٬ ټرېيډاډ كښې كېږي ۔ دا مېچ به ډے اېنډ نائټ وي او د فلډ لائټس په رڼا كښې به كولې شي۔ د دې نه وړاندې د دواړو ډلو تر مينځه د ون ډے مېچونو سېريز د 1۔1 په حساب سره يو برابر دے٬ د پاكستان ډلې په وړومبي مېچ كښې كوربه ډلې وېسټ انډېزي له په 5 وكټو ماتې وركړې وه٬ دغسې كوربه ډلې په دويم مېچ كښې په غوره لوبه كولو سېريز د 1۔1 په حساب برابر كړے ؤ ۔ د سېريز پرېكنده مېچ به سبا د نهې په ورځ كېږي۔ په ون ډے مېچ كښې به د ګرين شرټس مشري محمد رضوان كوي او د كوربه ډلې مشري به شائي هوپ كوي۔










