په ابوظبۍ کښې د پاکستان سفارت خانې د سيوري لاندې د جشن آزادۍ فیسټیول

ابوظبۍ 10 اګست (اے پي پي)په متحده عرب اماراتو كښې د پاکستان سفارت خانې د سيوري لاندې په ابوظبۍ کنټرۍ کلب کښې د كال 2025 د اګست په 9مه د جشن آزادۍ فیسټیول وشو۔ دغه جشن د هېواد د 78مې آزادۍ ورځې په مناسبت شوې۔په ابوظبۍ کښې د پاکستان سفارت لخوا جارې شوې پرېس ريليز له مخې په دغه جشن کښې د پاکستان كميونټۍ غړو، امارات مېلمنو او د پاکستان …

ابوظبۍ 10 اګست (اے پي پي)په متحده عرب اماراتو كښې د پاکستان سفارت خانې د سيوري لاندې په ابوظبۍ کنټرۍ کلب کښې د كال 2025 د اګست په 9مه د جشن آزادۍ فیسټیول وشو۔ دغه جشن د هېواد د 78مې آزادۍ ورځې په مناسبت شوې۔په ابوظبۍ کښې د پاکستان سفارت لخوا جارې شوې پرېس ريليز له مخې په دغه جشن کښې د پاکستان كميونټۍ غړو، امارات مېلمنو او د پاکستان د ملګرو هېوادونو مېلمنو په ګڼ شمير كښې ګډون وكړو۔ په متحده عرب اماراتو کښې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي مېلمنو ته هركلے ووئيلو او د آزادۍ د ورځې مبارکي ئې ورکړه۔ هغه د پاکستان بانيانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړي او د آزادۍ ترلاسه كولو لپاره یې د هغوی په قربانیو هم رڼا واچوله۔

مزید خبریں