لاس اېنجلس ۔8 اګست(اے پی پی) د امريكائي رياست کېلیفورنیا په سوئيلي سيمه كښې د سختې ګرمۍ په مهال د "کېنېن فائر" نامې په ځنګلونو يو تند رفتاره اور ولګېد۔ د شنهوا له مخې اور په يو څو ساعتو كښې 1,000 اېکړ څخه زياته زمكه په خپله ولقه كښې واخسته په كومه چې تر دې دمه قابو نه دې موندلے شوے ۔ د وېنچورا او لاس اینجلس کاؤنټی وګړو ته …
په امريكائي رياست كيليفورنيا كښې په ځنګلونو اور ٬ وګړو ته د ودانيو پريښودلو امر

مزید خبریں
لاس اېنجلس ۔8 اګست(اے پی پی) د امريكائي رياست کېلیفورنیا په سوئيلي سيمه كښې د سختې ګرمۍ په مهال د “کېنېن فائر” نامې په ځنګلونو يو تند رفتاره اور ولګېد۔ د شنهوا له مخې اور په يو څو ساعتو كښې 1,000 اېکړ څخه زياته زمكه په خپله ولقه كښې واخسته په كومه چې تر دې دمه قابو نه دې موندلے شوے ۔ د وېنچورا او لاس اینجلس کاؤنټی وګړو ته د يو شمېر ودانيو د خالي كولو امر شوے۔ چارواكو خبردارے وركړے چې دا اور بشري ژوند خطر سره مخ كولې شي له دې كبله وګړي دې د وتلو احكاماو ته جدي پاملرنه وكړي۔ د موسميات محكمې له مخې په سيمه كښې درجه حرارت 37.8 ډګری سیلسیئس او نمي يوازې 15 فیصد ده كومه چې د اور په لا خپرېدو كښې مرسته كوي









