نیروبی 08 اګست (اے پی پی) د کینیا نئیواشا ښار كښې يو ټرين او بس خپلو كښې ټكر شو چې په نتيجه كښې يې د لږ نه لږ 6 كسان مړه او ځيني نور ژوبل شوي دي۔نئیواشا سب کاؤنټی پولیس کمانډر انتھونی کیتر له مخې پېښه د سرکاري ادارې کینیا پائپ لائن کمپنۍ (کے پی سي ) اسټاف بس او کینیا ریلوے ټرین ترمينځه په يو لیول کراسنګ رامخې ته …
کینیا كښې ټرافېكي پېښه، 6 كسان مړه،ګڼ ژوبل

مزید خبریں
نیروبی 08 اګست (اے پی پی) د کینیا نئیواشا ښار كښې يو ټرين او بس خپلو كښې ټكر شو چې په نتيجه كښې يې د لږ نه لږ 6 كسان مړه او ځيني نور ژوبل شوي دي۔نئیواشا سب کاؤنټی پولیس کمانډر انتھونی کیتر له مخې پېښه د سرکاري ادارې کینیا پائپ لائن کمپنۍ (کے پی سي ) اسټاف بس او کینیا ریلوے ټرین ترمينځه په يو لیول کراسنګ رامخې ته شوه ۔پولیس له مخې ابتدائي پلټنو څخه معلومه شوې چې د بس ډرائیور د ریل په پټلۍ تيريدو هڅه كوله خو راروان ټرين ئې نه ؤ ليدلو ۔وئيلي كيږي چې ایمرجنسي او ریسکیو ډلي په سمدستي توګه د پېښې ځاے ته رسيدلي او ژوبل كسان يې ځائي روغتون ته رسولي دي۔









