د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ او د روسيه ولاديمير پيوټن ملاقات راروانه اوونۍ امكان لري

واشنګټن 07 اګست (اے رپي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ او د روسيه صدر ولاديير پيوټن تر مينځه ملاقات په راروانه اوونۍ كښې امكان لري۔ د كوم تصديق چې د سپينې ماڼې يو اعلې عهدېدار كړے دے۔ د رائټرز تر مخه دا ملاقات په داسې وخت كېدونكے دے چې كله امرېكا د يو كرېن جنګ خاتمې لپاره په روسيه فشار زياتولو په غرض نوې ثانوي بندېزونه لګولو لپاره چمتوالے …

واشنګټن 07 اګست (اے رپي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ او د روسيه صدر ولاديير پيوټن تر مينځه ملاقات په راروانه اوونۍ كښې امكان لري۔ د كوم تصديق چې د سپينې ماڼې يو اعلې عهدېدار كړے دے۔ د رائټرز تر مخه دا ملاقات په داسې وخت كېدونكے دے چې كله امرېكا د يو كرېن جنګ خاتمې لپاره په روسيه فشار زياتولو په غرض نوې ثانوي بندېزونه لګولو لپاره چمتوالے نيسي۔ دا ملاقات په په ممكنه توګه د جون 2021 نه پس وړومبۍ موقع وي چې كوم امريكائي صدر د روس خپل هم منصب سره ملاقات وكړي۔ ياد دې وي د دې نه وړاندې صدر جوبائيډن د ولاديمير پيوټن سره په جنيوا كښې ملاقات كړے ؤ ٬ كوم چې د روسيه په يوكرين د ېبريد نه 8 مياشتې مخكښې شوے ؤ۔ د زرائيو تر مخه نيو يارك ټائمز رپورټ وركړے چې صدر ټرمب د اروپائي لارښودو سره خبرو كښې وئېلې دي زه نه يوازې د پيوټن سره د ليدلو اراده لرم بلكې د دغې نه پس يوه درې اړخيزه غونډه هم ممكن ده چې پكښې به د يوكرېن صدر ولاديمير زېلنسكي هم شاملولې شي۔

مزید خبریں