سعودي عرب او عراق د قاچاق مخ نيوي لپاره به مرسته زياتوي ٬ په مفاهمتي ياداښت لاس

رياض 07 اګست(اے پي پي) د سعودي داخله وزير شهزاده عبدالعزيز بن سعود بن نايف او د عراق د صحت وزير ٬ د نشه اي توكو د مخ نيوي د سپريم كميټۍ مشر ډاكټر صالح مهدي الخسانوي په يو مفاهمتي ياداښت لاس ليك كړے دے ۔ د ايس پي اے تر مخه د سعودي داخله وزير او د عراق د صحت وزير تر مينځه د غېر قانوني قاچاق ٬ د …

رياض 07 اګست(اے پي پي) د سعودي داخله وزير شهزاده عبدالعزيز بن سعود بن نايف او د عراق د صحت وزير ٬ د نشه اي توكو د مخ نيوي د سپريم كميټۍ مشر ډاكټر صالح مهدي الخسانوي په يو مفاهمتي ياداښت لاس ليك كړے دے ۔ د ايس پي اے تر مخه د سعودي داخله وزير او د عراق د صحت وزير تر مينځه د غېر قانوني قاچاق ٬ د نشې لرونكو داروګانو ٬ د سائيكو ټراپك مادې او د كېميائي اجزا د قاچاق مخ نيوي لپاره به مرسته زياتوي ۔ لنډ مهاله نائب داخله وزير شهزاده ډاكټر عبدالعزيز بن محمد عياف٬ د داخله وزارت انډر سېكرټري ډاكټر خالد بن محمد البتيال ٬ د داخله وزارت د امنيت سېكرټري محمد بن مهنا ٬ په مملكت كښې د عراق سفير او نور عهدېدار هم په دې مهال موجود وو۔ په دې موقع په يو مفاهمتي ياداښت لاس ليك وشو د كوم مقصد جې د صحت په څانګه كښې همكارۍ ته وده وركول ٬ د يو موثر او تل پاتي د صحت نظبام لپاره مرسته زياتول دي۔

مزید خبریں