بلغراد ۔ 7 اګست (اے پي پي) د سربيا د سرمايه كارۍ وزير دار كو جليسيچ د پنك ټي وي پروګرام "هذا الصباح" د نيغ په نيغه خپرونو په مهال فالج اوهلو ۔ العربيه د ورمي وېب پانې تر مخه ووئېل د پروګرام په مهال وزير په خبرو كښې مشكل محسوس كړو او د هغه په مخ ښي اړخ ته د فالج علامات ظاهر شول۔ په دغې سمدستي طبي عمله …
د نيغ په نيغه خپرونو په مهال د سربيا وزير فالج اوهلو ٬ د ګويائۍ قوت متاثره شو

مزید خبریں
بلغراد ۔ 7 اګست (اے پي پي) د سربيا د سرمايه كارۍ وزير دار كو جليسيچ د پنك ټي وي پروګرام “هذا الصباح” د نيغ په نيغه خپرونو په مهال فالج اوهلو ۔ العربيه د ورمي وېب پانې تر مخه ووئېل د پروګرام په مهال وزير په خبرو كښې مشكل محسوس كړو او د هغه په مخ ښي اړخ ته د فالج علامات ظاهر شول۔ په دغې سمدستي طبي عمله راوغوښتلې شوه او هغه روغتون ته منتقل كړے شو۔ وروستو د سربيا د صحت وزير زلانيور لونچار د دې خبرې تصديق وكړو چې په ياد وزير د فالج شديد دوره راغلې او روغتون ته په رسېدو د هغه حالت اندېښمند ؤ۔ هغه زياته كړه د جليسيچ عمليات ګران وو ډ هغه په مازغو كښې د جم شوې وينې بهيولو لپاره علاج وكړے شو۔ راروان 24 ساعته د هغه روغتيا لپاره پرېكنده دي ۔ د سربيا صدر الېګزنډر ووځيخ په روغتون كښې د جليسيچ تپوس پوښتنه وكړه او د هغه روغ صحت لپاره يې دعا وكړه ۔ هغه ووئېل ما د وزير سره خبرې كړې ده او زه د هغه د حالت په ښه كېدو خوشحاله يم۔









