ملګري ملتونه۔ 6 اګست( اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د فلسطين استازي رياض منصور وئېلي دي نيو يارك كښې د سعودي عرب او فرانس په مشرۍ كښې تابيا شوي دوه رياستي حل كانفرنس د امن لپاره يو قوي بنياد ایښودے دے٬ د كوم نه ورستو تلل چې ممكن نه دي۔ د العربيه اردو تر مخه هغه واضحه كړه چې دې كانفرنس د جنګ متبادل پېغام وركړے دے ٬ په …
دوه رياستي حل كانفرنس د امن لاره هواره كرې ٬ په شا ستنېدل ممكن نه دي٬ د فلسطين استازے

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 6 اګست( اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د فلسطين استازي رياض منصور وئېلي دي نيو يارك كښې د سعودي عرب او فرانس په مشرۍ كښې تابيا شوي دوه رياستي حل كانفرنس د امن لپاره يو قوي بنياد ایښودے دے٬ د كوم نه ورستو تلل چې ممكن نه دي۔ د العربيه اردو تر مخه هغه واضحه كړه چې دې كانفرنس د جنګ متبادل پېغام وركړے دے ٬ په هغه ورځ د سعودي وزارت اعظمې د ملګرو ملتونو ټولو غړو هېوادونو ته غږ كړے چې هغوي د فلسطين مسئلې امناكه حل لپاره د دې كانفرنس د حتمي دستاوېز كانفرنس مرسته وكړي۔ دا دستاويز د دوه رياستي حل نفاذ لپاره يو مكمل او د عمل وړ فرېم ورك وړاندې كوي ٬ كوم چې نړيوال امن مضبوطولوسره سره به منطقې او د خلقو د سباون جوړولو لپاره به هم مرستياله ثابت شي۔









