ملګري ملتونه۔ 6 اګست (اےپي پي) ملګرو ملتونو خبردارے وركړے دے كه اسرائيل د خپلو پوځي كاروائيو دائره تر ټولې غزه براخه كوي نو د دغې نتيجې به د تباهۍ وړ وي۔ د شهنوا تر مخه د ملګرو ملتونو د اروپا ٬ مينځنۍ اسيا او د امرېكې منطقې لپاره اسستنټ سېركرټري مير وسلاف ينچا سلامتي كونسل ته بريفننګ كښې ووئېل د اسئرائيل نوے اقدام به د لاكهونو فلسطنيانو لپاره د …
د اسرائيل پوځي كاروائۍ تر ګردې غزه پراخه كول به د تباهۍ وړ وي۔ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 6 اګست (اےپي پي) ملګرو ملتونو خبردارے وركړے دے كه اسرائيل د خپلو پوځي كاروائيو دائره تر ټولې غزه براخه كوي نو د دغې نتيجې به د تباهۍ وړ وي۔ د شهنوا تر مخه د ملګرو ملتونو د اروپا ٬ مينځنۍ اسيا او د امرېكې منطقې لپاره اسستنټ سېركرټري مير وسلاف ينچا سلامتي كونسل ته بريفننګ كښې ووئېل د اسئرائيل نوے اقدام به د لاكهونو فلسطنيانو لپاره د تباهۍ وړ او په غزه كښې د پاتي اسرائيلي يرغماليانو ژوند په لا خطر كښې اچولے شي۔ هغه د ڼريوال قوانين ذكرسره ووئېل غزه په سباون كښې د فلسطيني رياست نه وېشلې كېدونكې برخه ده او هم دا د ڼريوال قوانين واضحه موقف دے۔ ميروسلاف ينچا د ڼړيوال انصاف عدالت په جولائي 2024 د مشاورتي پرېكړې ذكر كولو سره ووئېل د اسرائيل دا ذمه واري جورېږي چې هغه ټولې نوې آبادكارۍ سمدستي بندې كړي ٬ د شخړيزو فلسطينو سيمو نه خپل آباد كار اوباسي و د هغه ځائے نه خپله غېر قانوني موجودګي سمدستي ختمه كړي ۔ هغه ووئېل په غزه كښې صورتحال ډېر نتاؤ جن دے او فلسطنيان هره ورځ د غېر انساني او بد ترين حالات سره مخ كېږي۔ هغه په اسرائيل زور راوړو چې هغه د انسانې مرستې سمدستي د كوم خنډ نه غېر د داخلې اجازه وركړي ٬ دغسې چې د نورو مرګونو او او د ستونزو لاره ونيولې شي۔









