امرېكا د جوهري خبرو اترو له مينځه وړلو ذمه وار دے٬ د صهيوني رياست ملاتړ كوي٬ ايران

تهران۔6 اګست (اے پي پي) ايران يو ځل بيا په امريكا تور لګولے دے چې هغه د جوهري خبرو اترو له مينځه وړلو ذمه وار دے او د صهيوني رياست ملاتړ كوي۔ د العربيه تر مخه د ايران صدر اول معاون محمد رضا عارف په تركمانستان كښې تابيا شوي په خسشكې كښې د ګېرو پرمختګ كوونكو هېوادونو غونډې ته خطاب كښې ووئېل ځېنې هېوادونو د اسرائيل په ايران د بريدونو …

تهران۔6 اګست (اے پي پي) ايران يو ځل بيا په امريكا تور لګولے دے چې هغه د جوهري خبرو اترو له مينځه وړلو ذمه وار دے او د صهيوني رياست ملاتړ كوي۔ د العربيه تر مخه د ايران صدر اول معاون محمد رضا عارف په تركمانستان كښې تابيا شوي په خسشكې كښې د ګېرو پرمختګ كوونكو هېوادونو غونډې ته خطاب كښې ووئېل ځېنې هېوادونو د اسرائيل په ايران د بريدونو غندنې كولو په ځائے د هغوي مرسته وكړه۔ هغه په امريكا نيغ په نيغه د ايران امناك جوهري تنصيبات په نښه كولو او د “صهيوني رياست” د ملاتړ تور ولګولو۔ د هغه وېنا وه امرېكې د خبرو اترو مېز هغه وخت تباه كړو چې كله د دواړو هېوادونو تر مينځه د جوهري خبرو اترو د شپږم پراؤ لپاره چمتوالے نيولے كېدو۔ دې سره په ګرده نړۍ كښې په امرېكا اعتبار لا كم شو۔

مزید خبریں