دبئۍ، قاهرہ ۔6اګست (اے پي پي) د متحدہ عرب امارات د فلسطین اولس لپاره د انساني خواخوږۍ روان كمپائن تر مخه 8 مد مرستې بحري جهاز ’خلیفه ‘ د مصر العریش پورټ ته ورسېد ۔ د وام تر مخه دا بحري جهاز تر اوسه د امارات د اړخه روانو كړود مرستې جهازونو كښې تر ټولو لويې دے كومه جې د غزہ پټۍ ته د مرستې رسولو د چمتوالي نيولو يوه …
د متحدہ عرب امارات 8م بحري جهاز د غزہ لپارهد مرستې سامان سره مصر ته ورسېد

مزید خبریں
دبئۍ، قاهرہ ۔6اګست (اے پي پي) د متحدہ عرب امارات د فلسطین اولس لپاره د انساني خواخوږۍ روان كمپائن تر مخه 8 مد مرستې بحري جهاز ’خلیفه ‘ د مصر العریش پورټ ته ورسېد ۔ د وام تر مخه دا بحري جهاز تر اوسه د امارات د اړخه روانو كړود مرستې جهازونو كښې تر ټولو لويې دے كومه جې د غزہ پټۍ ته د مرستې رسولو د چمتوالي نيولو يوه مهمه مرحله ده ۔په العریش پورټ د انساني و فلاحي ادارو نمائندہ پلاوي د بحري جهاز هر كلے وكړو ۔ د امارات ریډ کریسنټ سیکرټري جنرل احمد ساري المزروعي او د مصر چارواكي هم په دې مهال موجود وو ۔ په دې جهاز 7 زره 166 ټنه د مرستې سامان بار دے، چې پكښې 4 زره 372 ټنه خوراک، يو زر433 ټنه شیلټرز میټریل، 860 ټنه طبي سامان او 501 ټن د هیلتھ سپلائز شامل دي ۔ د اماراتي چارواكو تر مخه د 8م بحري جهاز د روانېدونه پس غزہ ته د لېږلې كېدونكې سامان مجموعي حجم 80 زرهټن نهزيات شوے دے ۔ متحدہ عرب امارات د غزہ پټۍ كښې د زياتېدونكې انساني بحران او تر ټولو مشکل حالات كښې هم د فلسطین اولس انساني مرستېلپاره پخپل كلك مؤقف قائم دے۔ دا اقدام د متحدہ عرب امارات د قیادت داړخه د انساني خواخوږۍ د اقدامات برخه دے۔یاد دې وي د امارات صدر شیخ محمد بن زاید آل نهیان په امر د غزه ځپلو لپاره كمپائن چلولې شي ۔









