په غزه كښې روانه وضعه د فلسطين مسئلې منظمه نسل وژنه ده: مصر

قاهرہ ۔6 اګست(اے پی پی) مصر وئيلي دي چې په غزه كښې دا مهال چې كومه وضعه روانه ده د فلسطين مسئلې ختمولو له منظمه نسل وژنه ده۔ د العربیه له مخې د مصر صدر عبد الفتاح السيسي په قاهره كښې وېتنامي صدر لونګ كونګ سره ګډ خبري كنفرنس كښې ووئيل تاريخ به د غزه حوالې سره د ځينې هېوادونو احتساب وكړي۔ مصري صدر ووئيل د رفح لاره بنده نه …

قاهرہ ۔6 اګست(اے پی پی) مصر وئيلي دي چې په غزه كښې دا مهال چې كومه وضعه روانه ده د فلسطين مسئلې ختمولو له منظمه نسل وژنه ده۔ د العربیه له مخې د مصر صدر عبد الفتاح السيسي په قاهره كښې وېتنامي صدر لونګ كونګ سره ګډ خبري كنفرنس كښې ووئيل تاريخ به د غزه حوالې سره د ځينې هېوادونو احتساب وكړي۔ مصري صدر ووئيل د رفح لاره بنده نه ده ٬ بلكې دا څلور وارې ويجاړه كړې شوه۔ ده زياته كړه چې د مصر لخوا د دې لارې په بحالۍ كار شوے دے۔ مصری صدر په ډاګه كړه چې د رفح کراسنګ هغه برخه چرته چې د اسرائيل كنټرول دے هغه د مرستې سامان رسولو كښې خنډ جوړه شوې ده۔ ده خبردارې وركړو چې د فلسطيني وګړو جبري كډوالي به زغملې نه شي۔

مزید خبریں