كابل 05 اګست (اے پي پي)افغانستان كښې د پاكستان سفير عبدالرحمان نظاماني وئېلي دي د پاكستان سفارت كاري د كشميري اولس جائز او اصولي غوښتنې يعني حق خود اراديت ملاتړ له ثابت قدم او بې يرې ده٬كشمير زمونږ د خارجه پالېسۍ بنيادي ستن ده٬پاكستان د كشميريانو دې بنيادي حق ترلاسه كولو لپاره په خپل لوظ پوخ ايمان لري۔سوئېلي آسيا كښې د هند د سرلوړۍ عزائم د پاكستان دانشمنده سفارتكارۍ او …
د پاكستان سفارتكاري د كشميري اولس خپلواكۍ له د جائز او اصولي حق په ملاتړ كښې ثابت قدم او بې يرې ده ۔سفير عبدالرحمان نظاماني
كابل 05 اګست (اے پي پي)افغانستان كښې د پاكستان سفير عبدالرحمان نظاماني وئېلي دي د پاكستان سفارت كاري د كشميري اولس جائز او اصولي غوښتنې يعني حق خود اراديت ملاتړ له ثابت قدم او بې يرې ده٬كشمير زمونږ د خارجه پالېسۍ بنيادي ستن ده٬پاكستان د كشميريانو دې بنيادي حق ترلاسه كولو لپاره په خپل لوظ پوخ ايمان لري۔سوئېلي آسيا كښې د هند د سرلوړۍ عزائم د پاكستان دانشمنده سفارتكارۍ او قوي دفاعي صلاحيتونو په وړاندې ناكامه پاتې شوي دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ كابل كښې د پاكستان سفارت تر سيوري لاندې د كشمير استحصال ورځ په موقع دستورې ته وينا كولو په مهال وكړه ۔سفارت لخوا جاري اعلاميې له مخې عبيد الرحمان نظاماني ووئېل په تېرو 6 كلونو كښې مقبوضه كشمير كښې د هند غېر قانوني اقدامات د دوي پراختيا خوښے او سمامراجي ذهنيت په ډاګه كړے٬ د هند لخوا د خپلو پراكسي ترهه ګرو مرسته او د پاكستان په ضد پرله پسې جارحانه اقدامات د كشمير په مسئله زمونږ د عزم ماتولو هڅه ده خو پاكستانے قام زمونږ د وسله والو ځواكونو سره اوږه په اوږه د هند د كشمير او سوئېلي آسيا لپاره ناوړه غزائم ناكامه كولو لپاره ولاړ دے۔په دې موقع صدر مملكت آصف علي زرداري٬وزيراعظم محمد شهباز شريف او نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار پیغامات هم ولوستے شول ۔په دستوره كښې د مقبوضه جمو كشمير اولس سره د يو والي څرګندونې كولو سره د يوې دقيقې خاموشي هم اختيار كړې شوه ۔










