مقبوضه بیت المقدس۔5 اګست (اے پي پي ) فلسطین د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل نه غوښتنه كړې ده چې هغوي د نړيوال قانون تر مخه خپلې ذمه وارۍ تر سره كړي او په غزہ كښې د اسرائیل د اړخه د فلسطنيانو د روانې نسل کشۍ مخ نيوي لپاره سمدستي جنګ بندي وكړي ۔ د العربیه اردو تر مخه دا خبره د فلسطین خارجه وزارت تېره ورځ په ایکس بیان كښې …
څه هېوادونه سياسي تګلارو سر كولو او مفادات لپاره د غزہ جنګ اوږدول غواړي، د فلسطین خارجه وزارت
مقبوضه بیت المقدس۔5 اګست (اے پي پي ) فلسطین د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل نه غوښتنه كړې ده چې هغوي د نړيوال قانون تر مخه خپلې ذمه وارۍ تر سره كړي او په غزہ كښې د اسرائیل د اړخه د فلسطنيانو د روانې نسل کشۍ مخ نيوي لپاره سمدستي جنګ بندي وكړي ۔ د العربیه اردو تر مخه دا خبره د فلسطین خارجه وزارت تېره ورځ په ایکس بیان كښې وكړه ۔ وزارت په سلامتي کونسل زور راوړو چې هغه د فلسطینیانو د نسل کشۍ ، كډې كولو او د الحاق په اړه اسرائیلي جرائم بندولو لپاره د ملګرو ملتونو د اوسني کانفرنس نتائج نافذ کړي چې پكښې د روان اسرائیلي جنګ ختمولو لپاره د دوه ریاستي حل مطالبه كړې شوې ده ۔ خارجه وزارت خبردارے وركړو چې په غزہ كښې د 20 لاکه نه زیات فلسطینیان د مرګ په كهوئي كښې ژوند كوي چرته چې هغوي د لوږۍ، د اوبو كمي، داروګانو او د علاج او ټولو بنیادي بشري حقونو نه محروم دي ۔ لوږې غزہ پخپله ولقه كښې اغستې ده كومه چې د پوهانو تر مخه قحط ته نزدې ده ۔ د فلسطین خارجه وزارت د سلامتي کونسل د ځينې غړو په کردار خبره كولو كښې ووئېل څه هېوادونه بېلا بېلو سیاسي تګلارو او د مفادات تکمیل لپاره جنګ اوږدول غواړي ۔ وزارت زياته كړه د اسرائیل محاصرې او د بریښنا بندش ختمولو لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د غړو د غزہ دورہ ضروري ده ۔ وزارت ووئېل جنګ بندۍ كښې تاخیر به زموڼږ د خلقو جبري د كډې كولو منصوبې ته ګټه ورسوي ۔واضحه دې وي په غزہ كښې د اسرائیل بريدونو كښې تر اوسه 60,839 فلسطینیان شهیدان او 149,588 ژوبل شوي دي ۔










