جمیکا۔4 اګست(اے پی پی) د وېسټ انډیز او پاکستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو يو ورځنو مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ د اګست په 8 مه نېټه برائن لارا سټېډیم، تاروبا، ټرېنېډاډ كښې كيږي۔ دا مېچ به ډے اېنډ نائټ وي او د فلډ لائټس په رڼا كښې به كولې شي۔ دې څخه وړاندې د 3 ټی ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز پاكستان د 1-2 په حساب په خپل نوم …
د ويسټ انډيز او پاكستان لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو ميچونو سيريز په 8 اګست پيل كيږي
جمیکا۔4 اګست(اے پی پی) د وېسټ انډیز او پاکستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو يو ورځنو مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ د اګست په 8 مه نېټه برائن لارا سټېډیم، تاروبا، ټرېنېډاډ كښې كيږي۔ دا مېچ به ډے اېنډ نائټ وي او د فلډ لائټس په رڼا كښې به كولې شي۔ دې څخه وړاندې د 3 ټی ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز پاكستان د 1-2 په حساب په خپل نوم كړو۔ د درېو يو ورځنو مېچونو په سيريز كښې به د ګرين شرټس مشري نوموړے وكټ كيپر او بېټر رضوان كوي۔ د ټي ټونټي سیریز بشپړېدو څخه وروستو به پاكستانۍ لوبډله برائن لارا سټېډیم، تاروبا، ټرېنېډاډ ته ځي چرته به چې د درېو يو ورځنو نړيوالو مېچونو د سيريز اولنے مېچ په 8 اګست ٬ دويم په 10 او درېم او وروستے مېچ په 12 اګست كوي۔










