پاكستان ويسټ انډيز ته په دريم او پريكنده ټي 20 نړيوال ميچ كښې په 13 رنز ماتې وركولو سره سیریز وګټلو

فلورېډا۔4 اګست(اے پی پی) د صاحبزادہ فرحان او صائم ایوب د غوره نيمو سنچريو له امله پاكستان كوربه لوبډلې وېسټ انډيز ته په درېم او پرېكنده ټي 20 نړيوال مېچ كښې په 13 رنز ماتې وركولو سره د درېو مېچونو سيريز د 1-2 په حساب په خپل نوم كړو۔ كوربه لوبډله د پاكستان لخوا د وركړې شوي 190 رنز هدف سر كولو كښې ناكامه پاتې شوه۔ كوربه لوبډلې په 20 …

فلورېډا۔4 اګست(اے پی پی) د صاحبزادہ فرحان او صائم ایوب د غوره نيمو سنچريو له امله پاكستان كوربه لوبډلې وېسټ انډيز ته په درېم او پرېكنده ټي 20 نړيوال مېچ كښې په 13 رنز ماتې وركولو سره د درېو مېچونو سيريز د 1-2 په حساب په خپل نوم كړو۔ كوربه لوبډله د پاكستان لخوا د وركړې شوي 190 رنز هدف سر كولو كښې ناكامه پاتې شوه۔ كوربه لوبډلې په 20 اوورز كښې د 6 وكټونو په زيان 176 رنز جوړ كړل۔ د پاكستان صاحبزادہ فرحان 74 او صائم ایوب 66 رنز جوړولو سره د خپلې لوبډلې په بريا كښې مهم كردار ترسره كړو۔ صاحبزادہ فرحان په غوره بېټنګ كولو د مېچ او اېم نواز د سريز غوره لوبغاړے وګرځولے شول۔ د ګل په ورځ په سېنټرل بروورډ ریجنل پارک سټېډیم ټرف ګراؤنډ، لاؤډر هل، فلورېډا كښې شوي مېچ كښې پاكستاني كپتان سلمان آغا د ټاس به ګټلو د بېټنګ پرېكړه وكړه كومه چې سمه ثابت شوه ۔ پاكستان په ټاكلو 20 اوورز كښې د 4 وكټو په زيان 189 رنز جوړ كړل۔ صاحبزادہ فرحان 74 او صائم ایوب 66 رنز جوړولو سره په زړه پوررې لوبه وكړه۔ وېسټ انډیز لوبډله په 20 اوورز كښې د 6 وكټو په زيان 176 رنز جوړولو سره د مطلوب په سر كولو كښې ناكامه راغله۔۔