سرینګر۔4 اګست(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخوته او په پاكستان او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړي په 5 اګست كال 2019 د مودي په مشرتابه كښې د هندي حكومت لخوا د پورته كړو غېر قانوني اقداماتو په ضد خپل احتجاج درج كولو له د كشمير استحصال ورځ لمانځي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د دې ورځې د لمانځلو اپيل كل جماعتي حريت كنفرنس كړے دے دغسې …
د كنټرول لائن دواړو اړخو ته او په ګرده نړۍ كښې ميشته كشميري وګړي سبا توره ورځ لمانځي
سرینګر۔4 اګست(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخوته او په پاكستان او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړي په 5 اګست كال 2019 د مودي په مشرتابه كښې د هندي حكومت لخوا د پورته كړو غېر قانوني اقداماتو په ضد خپل احتجاج درج كولو له د كشمير استحصال ورځ لمانځي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د دې ورځې د لمانځلو اپيل كل جماعتي حريت كنفرنس كړے دے دغسې چې نړۍ ته دا ښكاره پېغام لاړ شي چې هند د دوئي په مورني وطن ناجائزه قبضه كړې ده او كشميري وګړي به د ملګرو ملتونو لخوا د خپلواكۍ تسليم كړي حق ترلاسه كولو له خپله مبارزه روانه ساتي۔ حریت کنفرنس په ګرده نړۍ كښې په مېشته كشميري وګړو زور راوړو چې هغوي د جموں وكشمير مظلوم اولس ته د پېښو مسئلو پلو د نړۍ پام ګرځولو له د نهې په ورځ لاريونونه وكړي۔ د نرېندر مودی په مشرۍ كښې هندوتوا حكومت په 5 اګست 2019 د نړيوال قوانين او اصولو ښكاره خلاف ورزي كولو سره د جموں وکشمیر خصوصي حېثيت ختم كړے ؤ او د كشميري وګړو ټول سياسي ٬ سماجي ٬ مذهبي او نور حقونه يۍ له مينځه وړلو سره مقبوضه سيمه په يو زندان بدله كړی ده۔ حريت مشرتابه ووئيل دا اقدام د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده د كوم لاندې چې قابض رياستونه يو اړخيزه پرېكړې څخه منع كړې شوي دي۔ کل جماعتی حریت کنفرنس ووئيل هغه ورځ لرې نه ده چې كله به په جموں وكشمير د هند سامراجي قبضه ختمه شي او دا سيمه به د هند غلامۍ څخه خلاصه شي










