پیرس۔4اګست (اے پي پي ) انټرنیشنل فیډریشن آف ریډ کراس اینډ ریډ کریسنټ سوسائټیز (آئي ایف آر سي ) د غزہ ښار په خان یونس كښې د فلسطین هلال احمر سوسائټۍ ( پي آر سي ایس ) په هیډکوارټر د اسرائیل د بريد غندنه كړې ده ۔ د شنهوا تر مخه اسرائیل د اتوار په ورځ د غزہ ښار په خان یونس كښې د فلسطین هلال احمر سوسائټۍ ( پي …
انټرنیشنل فیډریشن آف ریډ کراس اینډ ریډ کریسنټ سوسائټیز په خان یونس كښې د فلسطین په هلال احمر هیډ کوارټر د اسرائیلي بريد غندنه وكړه
پیرس۔4اګست (اے پي پي ) انټرنیشنل فیډریشن آف ریډ کراس اینډ ریډ کریسنټ سوسائټیز (آئي ایف آر سي ) د غزہ ښار په خان یونس كښې د فلسطین هلال احمر سوسائټۍ ( پي آر سي ایس ) په هیډکوارټر د اسرائیل د بريد غندنه كړې ده ۔ د شنهوا تر مخه اسرائیل د اتوار په ورځ د غزہ ښار په خان یونس كښې د فلسطین هلال احمر سوسائټۍ ( پي آر سي ایس ) په ھیډکوارټر بمبارې وكړه چې پكښې د پي آر سي ایس يو اهلكار عمر اسلم شهید او د عملې 2 كسان او يو وګړے ژوبل شول چا چې د اور مړ كولو ھڅې كولې۔ انټرنیشنل فیډریشن آف ریډ کراس اینډ ریډ کریسنټ سوسائټیز تېره ورځ خپل بیان كښې په غزہ كښې د وګړو او د بشري خواخوږۍ د کارکنانو د تحفظ سره سره د فلسطین هلال احمر په احترام او تحفظ زور راوړو ۔ بیان كښې وئېلې شوي د فلسطین هلال احمر څو وارې د بريدونو سره مخ شوے ٬ په دې جنګ كښې د فلسطین هلال احمر سوسائټۍ په مجموعي توګه 51 اهلکار شهیدان شوي دي، چې پكښې 31 په ډیوټي وو ٬ چا چې د هلال احمر قميضونه اچولي وو او د چا چې د نړيوال انساني قانون تر مخه د تحفظ ضمانت پكار ؤ۔ د انټرنیشنل فیډریشن آف ریډ کراس اینډ ریډ کریسنټ سوسائټیز بنیاد په 1919 كښې اېښودلے شوے ؤ او د دې صدر دفتر به سوئټزرلینډ جنیوا ښار كښې دے كوم چې د انټر نېشنل ریډ کراس او ریډ کریسنټ موومنټ سره سره د انټرنیشنل کمیټي آف دي ریډ کراس او د نیشنل سوسائټیز برخه دے۔










