عمان۔1 اګست ( اے پي پي) د فلسطين خارجه وزير فرسين آغا بكيان وئېلي دي د اسرائيل سره شخړه به نړيواله كچه پورته كول د اتهارټي حق دے ٬ د العربيه تر مخه هغه دا خبره د اردن پايه تخت عمان كښې يوه مركه كښې وكره۔ هغه ووئېل دوه رياستي حل په اړه نړيوال كانفرنس د فلسطيني رياست قيام ته عملي شكل وركولو لپاره ډېر مهم دے ۔ هغه ووئېل …
د اسرائيل سره شخړه په نړيواله كچه پورته كول د اتهارټي حق دے٬ فلسطين
عمان۔1 اګست ( اے پي پي) د فلسطين خارجه وزير فرسين آغا بكيان وئېلي دي د اسرائيل سره شخړه به نړيواله كچه پورته كول د اتهارټي حق دے ٬ د العربيه تر مخه هغه دا خبره د اردن پايه تخت عمان كښې يوه مركه كښې وكره۔ هغه ووئېل دوه رياستي حل په اړه نړيوال كانفرنس د فلسطيني رياست قيام ته عملي شكل وركولو لپاره ډېر مهم دے ۔ هغه ووئېل په نړيواله وروروږغ لازم ده چې د اسرائيل قبضې خاتمې او د فلسطيني رياست د قيام ذمه واري قبول كړي۔ هغه لا وضاحت وكړو چې د دوه رياستي حل په اړه د نړيوابل كانفرنس په اختتام بيان كښې د عمل درآمد لپاره واضحه بنيادونه موجود دي او دا اعلاميه به راروانه مرحله كښې واضحه او د عملي اقدامات صورت اختيار كړي۔ د هغه دا بيان په يو داسسې وخت كښې رامخې ته شوے دے چې كله د زيارت په ورځ امرېكې د فلسطين اتهارټي او د پي ايل او په ځينې عهدېدارو باندې بندېزونه لګولې دي۔











