سعودي عرب د كاركنانو په مېډيكل انشورنش نه كولو د 110 كمپنيو مالكان 5۔2 ملين ريال جرمانه كړل

رياض۔ 01 اګست (اےپي پي) د سعودي عرب هيلته انشورنس كونسل د كاركنانو د طبي بيمه پاليسي د قانون په خلاف ورزۍ كولو د 110 كمپنيو مالكان 5۔2 ملين ريال جرمانه كړل۔ د اردو نيز تر مخه هيلته انشورنس كونسل د اړخه جاري بيان كښې وئېلې شوي د جرمانو عائد كولو نه وړاندې ټولو ادارو ته نوټس جاري كړے شوي وو جې پكښې خبردارے ؤ چې د كاركنانو د بيمه …

رياض۔ 01 اګست (اےپي پي) د سعودي عرب هيلته انشورنس كونسل د كاركنانو د طبي بيمه پاليسي د قانون په خلاف ورزۍ كولو د 110 كمپنيو مالكان 5۔2 ملين ريال جرمانه كړل۔ د اردو نيز تر مخه هيلته انشورنس كونسل د اړخه جاري بيان كښې وئېلې شوي د جرمانو عائد كولو نه وړاندې ټولو ادارو ته نوټس جاري كړے شوي وو جې پكښې خبردارے ؤ چې د كاركنانو د بيمه پاليسي خلاف ورزي رېكارډ كړې شوې ده ٬ دا په دومره موده كښې حل كړئ۔ هيلته كونسل ووئېل كمپنيو ته د جاري نوټس تر مخه په وركړې موده ختمېدو په هغوي جرمانې ولګولې شوې كومې چې د قانون مطابق دي۔ واضحه دې وي په سعودي عرب كښې د هيلته انشورنس قوانين مطابق د آجر لپاره لازم ده چې هغه د خپلو كاركنانو او د هغوي د كورنيو لپاره په كلنه بنيادونو مېديكل انشورنس وكړي دغسې چې هغوي خپل ضروري علاج په اسانه سره وكړے شي